د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ اکوادور ته ورسېد. روبیو د خپل سفر پر مهال د نشهيي توکو له اړوندو ترهګرو ډلو په وړاندې د مقابلې او د هغوی د له منځه وړلو پر اړتیا ټینګار وکړ.
روبیو په کویټو کې د اکوادور له ولسمشر ډانیل نوبوا او د بهرنیو چارو له وزیر رابرټو کوري سره تر خبرو وروسته وویل، په اکوادور کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره مرسته به د دغه هېواد د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه هم برابره کړي.
کوري وویل، متحد ایالتونه او اکوادور د امنیت، ډیموکراسۍ او ګډې سوکالۍ پر بنسټ ګډ لیدلوری لري.
روبیو همدارنګه اعلان وکړ چې متحدو ایالتونو په اکوادور کې مېشتې «لوس تیګرېرونیس» ډلې د ترهګرې ډلې په توګه نومولې ده.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: «لوس تیګرېرونیس په اکوادور کې مېشته یوه جنایتکاره ډله ده چې د نشهيي توکو له قاچاق او نورو ناقانونه فعالیتونو سره تړاو لري او پر ملکي وګړو، امنیتي ځواکونو او خبریالانو یې ګڼ بریدونه کړي دي. په دغو بریدونو کې په ۲۰۲۴ کال کې د اکوادور پر یوه ټلوېزیوني شبکې په دفتر حمله او د هغه نیول هم شامل دي.»
روبیو درې هېوادونو ته په سفر تللی چې کولمبیا، اکوادور او پیرو پکې شامل دي. د دغه سفر موخه له سیمې سره د امنیتي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده.
متحدو ایالتونو او اکوادور د مارچ په میاشت کې د نشهيي توکو د ترهګرۍ له ډلو سره د مبارزې په موخه ګډ پوځي عملیات پیل کړل.
د روانې اوونۍ په ترڅ کې د امریکا پوځ وویل چې د اکوادور ساحل ته څیرمه یې یوه داسې بېړۍ ډوبه کړې چې له یوې جنایتکارې ډلې سره یې تړاو درلود. همدارنګه د امریکا پوځ، د فدرالي قانون پلي کوونکو ادارو او د اکوادور چارواکو اعلان وکړ چې د نشهيي توکو د قاچاق یوه لویه شبکه یې شنډه کړې او څه باندې درې زره کیلوګرامه کوکاین نیولي دي.
روبیو خپل سفر د سهشنبې په ورځ په کولمبیا کې پیل کړ. هغه وویل چې د امنیت په ګډون په بېلابېلو برخو کې د نوې همکارۍ لپاره فرصتونه شته.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، کولمبیا له متحدو ایالتونو څخه نه دي غوښتي چې د نشهيي توکو له قاچاقبرانو سره د مبارزې لپاره امریکايي سرتېري کولمبیا ته واستوي، خو له خپلو ځواکونو سره یې د مرستې غوښتنه کړې ده.
روبیو د سهشنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل: «دوی یوازې زموږ د تجهیزاتو مرستې ته اړتیا لري. هغوی زموږ د استخباراتي معلوماتو مرستې ته اړتیا لري. او کله ناکله زموږ د ځانګړې روزنې مرستې ته هم اړتیا لري.»
د کولمبیا ولسمشر ابیلاردو دې لا اسپرییلا وویل، هېواد یې غواړي «له متحدو ایالتونو سره په ټوله نیمهکره کې د امنیت د اصلي شریک» په توګه خپل ځای تثبیت کړي. هغه زیاته کړه چې کولمبیا د الوتکو، بېپیلوټه الوتکو، هوايي دفاع، استخباراتو، سایبري دفاع او امنیتي وسایلو په برخو کې د امریکا د مرستې غوښتنه کوي.