روبیو: د ایران اټومي بې وسلې کول 'نهايي هوکړه' ده

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې له ایران سره د هرمز ستراتیژیک تنګي په اړه په خبرو اترو کې پرمختګ شوی، خو ټینګار یې کړی چې د ایران د رژیم اټومي بې وسلې کول "اصلي او نهايي هوکړه" ده.

روبیو دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ (اګست ۴)، په واشنګټن کې د پاراګوای د مرستیال ولسمشر پدرو الیانا سره د ملکي اټومي همکارۍ د یو هوکړه لیک د لاسلیک کولو پر مهال وکړې.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې د قطر او نورو منځګړو هېوادونو د نویو هڅو په رڼا کې، له ایران سره د یوې احتمالي هوکړې په اړه څه نظر لري، روبیو وویل چې واشنګټن له ایران سره د خبرو اترو په بهیر کې پر دوو ستراتیژیکو موخو تمرکز لري او دا مخې، د هرمز تنګي بېرته پرانیستل او د ایران رژیم ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د فرصت نه ورکول دي.

هغه وویل: "کله چې د یوې هوکړې خبره کېږي، نو په حقیقت کې د دوو هوکړو خبره وي. یوه لویه هوکړه ده چې د ایران له اټومي هیلو سره تړاو لري. هغوی هېڅکله نشي کولای اټومي وسله ولري. د ایران بې اټومه کول هماغه وروستۍ او اصلي هوکړه ده."

نوموړي زیاته کړه چې بله مهمه مسله چې د وروستیو خبرو اترو ډېره برخه ورباندې متمرکزه ده، د هرمز تنګي د کړکېچ حل دی چې د روبیو په وینا، په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هرمز تنګی دا مهال پرانیستی دی او بېړۍ، په ځانګړي ډول د تېلو لېږدوونکې بېړۍ، پکې تګ راتګ کوي.

هغه وویل: "زما په اند د عمان او ایران ترمنځ داسې خبرې او مذاکرات روان دي چې موږ هم پکې ښکېل یو، څو په لنډ مهال کې د لا ډېرو بېړیو لپاره د خوندي تګ راتګ زمینه برابره شي، په داسې حال کې چې د ایران د اټومي بې سولې کولو په اړه د اوږدمهالو خبرو په لور روان یو."

روبیو زیاته کړه: "دومره ویل بس دي چې په دغو خبرو کې پرمختګ شوی دی، خو لا یوې نتیجې ته نه دي رسېدلي. هیله لرو چې ډېر ژر به ورسیږي."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله ویلي چې د ایران په اړه د هغه اساسي تګلاره دا ده چې ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه منع کړي.

له ایران سره د جون په ۱۸ د لاسلیک شوي ۱۴ ماده‌ ایزې موقتې هوکړې له مخې، تهران ژمنه کړې وه چې "اټومي وسلې به نه ترلاسه کوي او نه به پراختیا ورکوي."

د امریکا پوځ ویلي چې ایران د دغه هوکړې خلاف، په نړیوالو اوبو کې پر لسګونو سوداګریزو بېړیو بریدونه کړي او امریکا یې ځوب ورکړی دی.

ایران ویلي چې امریکا ته به د هرمز تنګي په مدیریت کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي او ټینګار یې کړی چې د دې موضوع په اړه یوازې له عمان سره خبرې کوي.

تهران څو ځله په هرمز تنګي کې د کښتیو تګ راتګ ګواښلی او دا مهمه سمندري لار یې د فشار د وسیلې په توګه کارولې، چې له امله یې د نړیوالې انرژۍ د لېږد بهیر اغېزمن شوی دی.