مخکښ امریکايي سناتور، لېنډسي ګرام د ۷۱ کالو په عمر ومړ

د امریکا د متحدو ایالتونو مخکښ جمهوري غوښتونکی سناتور لېډنسي ګراهم د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۷۱ کلنۍ په عمر وفات شوی دی.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي چې ګراهم یو "وطنپال امریکايي" و چې تل په خپلو چارو بوخت و.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړې: "سناتور لېنډسي ګراهام، یو له هغو سترو خلکو او سناتورانو څخه و چې ما ورسره پېژندګلوي درلود."

په همدې حال کې د ګراهم دفتر د یوې لنډې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې سناتور ګراهم د شنبې په شپه [جولای ۱۱مه] د "ناڅاپي ناروغۍ" له کبله وفات شوی دی.

په اعلامیې کې د ګراهم کورنۍ د هغه مرګ یوه "سخته شېبه" بللې او د خلکو د غمرازۍ نه يي مننه کړې ده.