د ورځې غوره انځورونه
ایتالیایي مجسمه جوړونکی، ناریوزو کاتلان، د اقتصادي نا اڼډولي په اعتراض کې د سره زرو کمود جوړ کړی او د نیویارک ښار د ګوګنهایم موزیم د خپل په تشناب کې نندارې ته ایښی دی او کتونکي کولای شي چې ترې کار واخلي.
د میانمار د بهرنیو چارو مشاروه او وزیره، آنګ سان سوچي، په سپینه ماڼۍ کې د اوباما د کورنۍ د سپیو د لیدلو په حال کې.
مکسیکویي ورزشکار، کرستوفر ترانکو، د برازیل په پارا المپیک سیالیو کې د لامبو په حال کې.
د هند په بمبئی ښار کې د هندوانو یو مذهبي جشن.
د کالیفورنیا ایالت د لاس انجلس ښار د یوه روغتون کارکونکی د "سپایډرمن" جامې اغوستي، تر څو ناروغه ماشومان خوشحاله وساتي.
د جاپان د توکیو ښار د ګیمونو په نندارتون کې ماډلې چې خپل زانونه یې د ګیمونو د کرکترونو په څیر سینګار کړي دي.
د فرانسې په پاریس ښار کې د کار د قانون د جنجالي اصلاحاتو په وړاندې د اعتراض کونکو له خوا پر پولیس د اور د بم د غورځولو شیبه.
د بلاروس د لاګوسیک ښار له غباره ټک سیند کې، یو نارینه د کبانو د ښکار په حال کې.