د اوونۍ غوره شوي عکسونه
د چین په هانګژو ښار کې د اسیايي لوبو د پرانستې مراسمو پر مهال د افغانستان ورزشي کاروان
د عراق په حمدانیه ښار کې د واده په مراسمو کې د اورلګیدنې له امله د وژل شویو سلګونو قربانیانو کورنیو او دوستانو سره خواخوږي
د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په دودیزه بڼه د انارو وچول
یوه اوکراینۍ مېرمنه په کیف کې د وژل شوي اوکرايني پوځیانو په یاد د جوړې شوې څلی څخه د تیریدو پرمهال د هغوي روح ته دعا کوي
د امریکا د نیوجرسي ایالت څخه د ډموکراټ ګوند غړی، باب منیندیز په نیویارک کې د یوې محکمې لخوا پدې تورن شوی چې نغدې پیسې، د سرو زرو سیکې او قیمتي موټر یې د رشوت په توګه اخیستې دي.
کوزوو پولیسو د ځانګړي ځواکونو یو غړی د یو ویجاړ شوي زغره وال ګاډي تر شا د څارنې په حال کې
د نیپال په پلازمینه کټمنډو کې دوه کوچني ماشومان چې د مذهبي مراسمو لپاره یې ځانګړي جامې اغوستي دي
په نړیوال فضايي سټیشن کې د ماموریت تر بشپړیدو وروسته، روسي ستورمزلی سرګي پروکوپیوف له دوو نورو ستورمزلو سره په قزاقستان کې ځمکې ته راکښته شول
د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې يو تن بڼوال په دوديزه بڼه انځر وچوي
د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان کډوالو غیر قانوني نیول دوام لري
د قره باغ د بېلتون غوښتونکې سیمې زرګونه اوسېدونکي ارمنستان ته کډوال شول