امریکا د ۹/۱۱ له ترهګریزو بریدونو وروسته

الوتکو د نیویارک د سوداګرۍ په نړیوال مرکز برید وکړ، اور پرې بل دی

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي بریدونو د ۲۱ مې کلیزې په مناسبت د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په مرکزي دفتر کې په جوړو شویو مراسمو کې برخه واخیسته او د ټولو قربانیانو یاد ته یې درناوی وکړ.

 سږکال د نیویارک په مراسمو کې د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس هم ګډون کړی و

د سوداګرۍ د نړیوال مرکز د دو اسمانڅکو ودانیو تر نړیدو وروسته، د هغه په څنډه کې د متحدو ایالتونو ملي بیرغ رپاند دی

د سوداګرۍ د نړیوال مرکز د لومړنۍ ودانۍ له غورځېدو وروسته، دوړو او لوګیو دویمه ودانۍ پوښلې ده

د ژغورنې ډلې له قربانیانو سره مرسته کوي

دواړه غبرګې ودانې ونړېدلې

د ترهګریزو بریدونو پر مهال د نیویارک ښار یوه څنډه

امریکایان هر کال په دغو ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو کسانو یاد تازه کوي

په دغو بریدونو کې ۲۹۹۶ تنه ووژل شول او شاوخوا ۶۰۰۰ نور ژوبل شول

امریکایان هر کال په دغو ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو کسانو یاد تازه کوي