امریکا کې توپان د شکرانې ورځې رخصتي ګډوډه کړې

پداسې حال کې چې په متحدو ایالتونو کې د شکرانې ورځې د لمانځلو لپاره بیلا بیل ترتیبات نیول شوي و، خو نن پنجشنبه نومبر ۲۶ مې سړې هوا چې باران او باد ورسره مل دی، د رخصتۍ دا ورځ ګډوډه کړې ده.

د معلوماتو له مخې، د پنجشنبې په سهار په ټولې امریکا کې نږدې ۲۸۰ زره کسانو بریښنا نه درلوده ځکه چې توپان د بریښنا مزي پرې کړي.

د میزوري په ایالت کې واوره شوې. دې توپان د نورو سیمو په پرتله د ورجینیا او شمالي کارولاینا ایالتونه ډیر ځپلي دي. په امریکایي مطبوعاتو کې ویل شوي چې د توپان له کبله شاوخوا ۸۰ میلیونه کسانو ته خبرداري ورکړل شویدي.

د کلیفورنیا ایالت په یو شمیر ساحلي برخو کې د توپان له کبله د سمندر اوبه د خلکو تر کورونو ورسیدې او ګڼ شمیر خلک یې اړ کړل چې نورو سیمو ته په موقتي توګه ولاړ شي.

همدارنګه د لومړي ځل لپاره د نیویارک په ایالت کې د "میسيز" مشهور رسم ګذشت چې په دودیزه توګه د شکرانې په ورځ کیږي او د ټولې امریکا څخه خلک د لیدو لپاره ورځي، د خرابې ​هوا له کبله وځنډول شو.

د نیویارک او نیوجرسي ایالتونو په ځینو برخو کې اضطراري حالت اعلان شوی دی.

چارواکي وایي اضطراري حالت یې ځکه اعلان کړی چې وکړی شي ځپل شویو سیمو ته مرستې په عاجله توګه ورسولی شي.