د متحدو ایالتونو امنیتي چارواکو اعلان کړی دی چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو د هغې پيښې په څیړلو بوخت دي چې د شنبې په ماښام ( مې ۲۳) شوې ده.
د امریکا د مخفي خدماتو ادارې په خپلو تازه څرګندونو کې په دې اړه ویلي دي چې" شکمن کس وروسته له هغه چې د مخفي خدماتو د ادارې د کارکوونکو له خوا پرې ډزې وشوې روغتون ته انتقال شو او هلته یې ساه ورکړه."
په بیانه کې ویل شوي چې ددې پيښې پرمهال ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې وو.
تر دې مخکې د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) مشر، کش پټېل وویل چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د مخفي سرویس د غړو (Secret Service) سره مرسته کوي.
امریکایي رسنیو تر دې وړاندې د شنبې په ماښام د سپینې ماڼۍ د شمالي برخې شنې ساحې ته نږدې د احتمالي ډزو راپور ورکړی و.
د سي بي اس او خبریالانو په وینا، د امریکا د ختیځ په وخت د ماښام د ۶ بجو لږ وروسته شاوخوا ۲۰ ډزې اورېدل شوي.
د امریکا په پلازمینه واشنګټن ډي سي کې سپينې ماڼۍ ته نږدې هغه سړک چې شاوخوا کې یې ډزې شوي دي
د واشنګټن ډي سي پولیسو په ایکس ټولنیزه رسنۍ د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي دي چې د امریکا مخفي پولیس د اولسم سړک او پنسلوانیا سړک ترمنځ د پيښې په څیړنه بوخت دي.
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې مشر ویلي دي چې د امکان په صورت کې به معلومات له ټولو سره شریک کړي.
په سیمه کې د امریکا غږ خبریال د ګڼ شمیر پولیسو د حضور راپور ورکړی دی.
<iframe src="https://www.facebook.com/plugins/video.php?height=314&href=https%3A%2F%2Fwww.facebook.com%2Freel%2F1668616297544465%2F&show_text=false&width=560&t=0" width="560" height="314" style="border:none;overflow:hidden" scrolling="no" frameborder="0" allowfullscreen="true" allow="autoplay; clipboard-write; encrypted-media; picture-in-picture; web-share" allowFullScreen="true"></iframe>
د واشنګټن ډي سي پولیسو له خلکو غوښتي دي چې له سیمې لري شي.
د امریکا د مخفي پولیسو ویاند، انتوني ګوګلیلمي، په یوه اعلامیه کې وویل چې اداره "د ۱۷ سړک او پنسلوانیا واټ شمال لویدیځ ته نږدې د ډزو د راپورونو" څخه خبره ده او "په سیمه کې له ځواکونو سره د معلوماتو د تایید او تصدیق لپاره کار کوي".
دا راپور د نور جزیات وروسته....