د کاناډا د سلګونو ځنګلي اورونو لوګي د پنجشنبې په ورځ د نیویارک د منهټن ښار اسمان په تورو لوګیو پوښلی و او د امریکا مرکزي او شمال ختیځې ګڼې سیمې یې هم اغېزمنې کړې دي.
امریکایي چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې تر ممکنه حده په کورونو کې پاتې شي او له ککړې هوا څخه ځانونه وساتي. د هوا د کیفیت د څار شرکت «IQAir» د معلوماتو له مخې، نیویارک د پنجشنبې په شپه د نړۍ له هغو ښارونو څخه و چې تر ټولو ککړه هوا یې لرله.
په همدې حال کې، د ټکساس ایالت والي ګرېګ اېبټ ویلي چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه دوه کسان مړه شوي دي. چارواکو څه باندې ۲۳۰ کسان ژغورلي او خبرداری یې ورکړی چې د ناورین د کچې سېلابونو ګواښ به د جمعې تر سهاره دوام وکړي.
د امریکا د هوا پېژندنې ادارې د اریزونا او یوتا ایالتونو په ځینو سیمو کې هم د ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
په اروپا کې، د هسپانیې په شمال ختیځ اراګون سیمه کې ستر ځنګلي اور لا هم بل دی او څه باندې ۱۲ زره هکټاره ځمکه یې سوځولې ده. شاوخوا زر کسان له خپلو کورونو ایستل شوي او سلګونه بیړني کارکوونکي د اور د مهارولو هڅې کوي.
د هسپانیې د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د شنبې له ورځې به یو ځل بیا د تودوخې څپه پیل شي او په ځینو سیمو کې به د هوا تودوخه تر ۴۴ درجې سانتي ګراد پورې لوړه شي.