جرمني د یکشنبې په ورځ (جون ۱۴) د نړیوال جام په خپلې لومړنۍ لوبه کې کوراساو ته ۷-۱ ماتې ورکړه.
د ټکساس ایالت په هیوسټن کې په دې لوبه کې، د جرمني فلیکس انمکا د ټورنمنټ تر دې دمه تر ټولو چټک ګول وواهه
د جرمني لوبډله چې څلور ځله یې نړیوال جام ګټلی، د E ګروپ په دې لوبه کې په بشپړ ډول برلاسې وه. د لوبې په شپږمه دقیقه کې انمکا لومړنی ګول وواهه.
کوراساو چې د سږکال په نړیوال جام کې د تازه شاملو شویو هېوادونو له ډلې څخه تر ټولو کوچنی دی، د لوبې په ۲۱مه دقیقه کې د یو ګول په وهلو سره خپلو مینه والو ته د خوښۍ یو فرصت ورکړ.
خو د جرمني لوبډلې ډیر ژر د لوبې کنټرول بیرته ترلاسه کړ. نیکو شلوټربک په سر ګول وواهه او ورپسې هاورڅ د پنالټۍ توپ په ګول بدل کړ.
د جرمني لوبډلې له منځنۍ وقفې وروسته هم پیاوړې لوبې ته دوام ورکړ. جمال موسیالا د مدافع له فشار سره سره ګول وواهه. نتانیل براون چې دا یې لومړنی نړیوال جام دی، په دې جام کې خپل لومړنی ګول ثبت کړ.
د جرمني دنیز اونداف او کای هاورڅ په وروستیو شیبو کې ګولونه ووهل او لوبډلې یې په اسانه او قاطع بریا خپله لوبه پای ته ورسوله.
د E ګروپ څخه، د عاج ساحل وکولای شول چې اکوادور ته د صفر په مقابل کې په یو ګول ماتې ورکړي. دا لوبه د پنسلوانیا ایالت په فلاډلفیا کې وشوه.
د یکشبنې د ورځې په نورو لوبو کې، په F ګروپ کې، هالنډ له جاپان سره لوبه ۲-۲ مساوي کړه او سویډن بیا تونس ته ۵-۱ ماتې ورکړه.