په روسیه کې د فوټبال نړیوال جام

په روسیه کې د فوټبال د ٢١ نړیوال جام لوبې د جون په ١۴ د پنجشنبې په ورځ پیل شوی

دا هم کوربه هیواد روسیه ده چې لومړنۍ لوبه یې د سعودي عربستان سره وه او پنځه صفر یې وگټله

دا د مکسیکو ټیم دې چې د مسکو په ستر ستدیوم کې یې په پخپله لومړنۍ لوبه کې یو د صفر په مقابل کې جرمني ته ماتې ورکړه

د جرمني د فوټبال ملي ټیم د مسکو په ستدیوم کې په پخپله لومړنۍ لوبه کې د مکسیکو نه ماته وخوړه. جرمني د ٢٠١۴ کال د نړیوال جام اتل دی.

د پرتگال ملي ټیم د خپل مشهور لوبغاړي کرستیانو رونالدو سره وکړای شول چې په لومړنۍ لوبه کې د اسپانیا سره ٣ د ٣ په مقابل کې مساوي شي، د خپل ټیم درې واړه گولونه رونالدو ووهل

د اسپانیا ملي ټیم لومړنۍ لوبه د خپل گاونډي هیواد پرتگال سره لرله، لوبه درې د دریو په مقابل کې مساوي شوه

د ارجنټاین ټیم چې د فوټبال مشهور لوبغاړی لیونیل میسي یې غړی دی خپله لومړنۍ لوبه یو د یو په مقابل کې د ایسلند سره مساوي کړه، پداسې حال کې مسي ونشو کړای پنالیتي گول کړي

د جاپان د فوټبال ملي ټیم په پخپله لومړنۍ لوبه کې د سه شنبې په ورځ (جون ١٩) کلوبیا ته ماتې ورکړه. جاپان لومړنی اسیایي ټیم دی چې د جنوبي امریکا یو ټیم ته یې په نړیوال جام کې ماتې ورکړه 

د ایران ملي ټیم د مراکش د لوبډلې سره خپله سیالۍ وگټله. ایران د لوبې په وروستیو شیبو کې د مراکش پر گل برید وکړ چې په نتیجه کې د مراکش مدافع د توپ د دفاع پر وخت د خپل ټیم دروازه پرانسته او لوبه د ایران په گټه پای ته ورسیده

د فرانسې د فوټبال ملي ټیم خپله لومړنۍ لوبه د استرالیا سره وکړه او لوبه یې دوه د یو په مقابل کې وگټله

د انگلیستان ملي ټیم خپله لومړنۍ لوبه د تونس سره وکړه او دوه د یو په مقابل کې بریالی شو

برازیل خپله لومړنۍ لوبه د سویس سره وکړه، لوبه یو د یو په مقابل کې مساوي شوه

د استرالیا ټیم د جون په ١٦ د فرانسې سره لوبه وکړه، چې لوبه دوه د یو په مقابل کې فرانسې وگټله

ډنمارک لومړنی لوبه د جنوبي امریکا د هیواد پیرو سره وکړه، لوبه یو د صفر په مقابل کې ډنمارک وگټله

سویډن د جون په ١٨ د جنوبي کوریا سره لوبه وکړه او یو د صفر په مقابل کې یې وگټله