سپېس اېکس د امریکايي پوځيانو پر وړاندې د سټارلېنک د کارولو راپورونه رد کړل

د سپېس اېکس شرکت د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هغه راپور رد کړی چې ادعا یې کړې وه ایران د امریکايي پوځيانو پر وړاندې د برید لپاره د سټارلېنک سپوږمکۍ انټرنټ کارولی دی.

واشنګټن پوسټ د شنبې په ورځ [نومبر ۲۸مه] د سپېس اېکس په داخلي بحثونو کې د دوو باخبرو کسانو په حواله راپور ورکړ چې د شرکت اجرائیوي رئیس ایلان مسک، وروسته له هغې سخت په غوسه شو چې د ایران لخوا پر امریکايي پوځیانو د بریدونو لپاره د سټارلېنک انټرنټ له ګټې اخېستنې خبر شو.

واشنګټن پوسټ دا ادعا هم کړې وه چې د ایران لخوا د سټارلېنک انټرنټ د کارولو راپور د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسټ ته هم رسول شوی و.

د سپېس اېکس شرکت د یکشنبې په ورځ [نومبر ۲۹مه] د اېکس په ټولنیزې شبکې کې د یو پيغام په خپرولو د واشنګټن پوسټ راپور "ناسم" وباله.

سپېس اېکس لیکلي: "د وضاحت لپاره، موږ نه په شرکت کې او نه هم په پنټاګون کې داسې کوم ثبوت لرو چې وښيي سټارلېنک د ایراني ځواکونو لخوا کارول شوی وي. ځکه چې دا هېڅکله نه ده شوې."

اسپېس اېکس دا هم په ډاګه کړې چې "څو اونۍ وړاندې" یې واشنګټن پوسټ ته ویلي وو چې راپور "ناسم" دی.

په ورته وخت کې د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت ویاند شان پارنېل هم په اېکس پاڼې کې د يو پیغام په خپرولو د واشنګټن پوسټ راپور رد کړی دی.

پارنېل لیکلي: "د [جګړې وزارت] هېڅ داسې سوابق نه لري چې د مرکزي قوماندانۍ لخوا د جګړې وزیر دفتر ته دې پدې اړه راپور ورکړل شوی وي. موږ واشنګټن پوسټ پدې موضوع خبر کړ خو هغوی [راپور] خپور کړ."

د ایلان مسک په مشرۍ د اسپېس اېکس شرکت چې د سټارلېنک مالکیت لري له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې څخه غوښتي چې خپله کیسه دې بېرته واخلي د خلکو د "ګمراه کولو" له امله د امریکا له ولس څخه بخښنه وغواړي.