هسپانیې د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام وګاټه

هسپانیې د یکشنبې په ورځ (جولای ۱۹مه) ارجنټاین ته د صفر په مقابل کې په یو ګول ماتې ورکړه او د فوټبال نړیوال جام یې وګاټه.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ، د مکسیکو ولسمشره کلاډیا شینبام او د کاناډا صدراعظم مارک کارني ددې جام د کوربه هېوادونو د مشرانو په توګه په پایلوبه کې حاضر وو.

د نیویارک – نیوجرسي په لوبغالي کې ددې لوبې یوازنی ګول د هسپانیې بدیل لوبغاړي فیران توریس د اضافي وخت د دویمې نیمایي په پیل کې وواهه.

د ارجنټاین لوبغاړو کلکه دفاع کوله، خو هسپانوي خوا په ټوله لوبه کې برلاسې وه او توپ یې زیاتره وخت په خپل قابو کې ساتلی و.

د لوبې له وروستۍ وقفې یوازې ۳۷ ثانیې تېرې شوې چې نیکو ویلیمز د پیډرو پورو کراس په سر بېرته د توریس مخې ته برابر کړ، او توریس توپ په زور د ارجنټاین د جال پورتنۍ برخې ته ورساوه.

ولسمشر ټرمپ، د فیفا رئیس جیاني انفانتینو او نورو مشرانو د نړیوال جام اتلې او دویم مقام ګټونکي لوبډلې ته د سرو زرو او سپینو زرو مډالونه ورکړل.

ارجنټاین، چې د اصلي ۹۰ دقیقو د اضافي وخت په وروستیو شېبو کې د انزو فرنانډیز د دویم ژیړ کارت اخیستلو له امله لس کسیز شوی و، هڅه کوله چې په ۱۹۶۲ کال کې له برازیل وروسته، لومړنی ټیم شي چې پرله پسې دوه نړیوال جامونه وګټي. خو د لوبې تر وروستیو شیبو یې د هسپانیا د دروازې په لور یو ګوزار هم ونکړ.

د لیونل میسي په مشرۍ ارجنټاینۍ لوبډلې د لوبې په وروستیو دقیقو کې د ګول له خوړلو وروسته یرغلیزه لوبه پیل کړه، خو دا هڅه یې ناوخته او ناکافي ثابته شوه.

همدا لامل شو چې ۳۹ کلن لیونل میسي د خپل درېیم او ښایي وروستي نړیوال جام په پایلوبه کې له ماتې سره مخ شو.

د هسپانیې مخکښ ۱۹ لوبغاړي لامین یامال، چې د فوټبال د ډیرو مینه والو په باور شاید د لیونل میسي تر کچې ورسیږي، نږدې و چې د عادي وخت په وروستیو شیبو کې د هسپانیا لپاره د اتلولۍ ګول ووهي، خو د ارجنټاین ګول کیپر ایمي مارتینیز د ډیرو نورو شوټونو په څېر، دغه ازاده ضربه هم راوګرځوله.

دا دوهم ځل دی چې هسپانیا د فوټبال نړیوال جام ګټي. د ۲۰۱۰ کال اتلولي هم هسپانیا ګټلې وه.

د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه توبه په دغه جام کې چې لوبې یې د جون په ۱۱مه پیل شوې وې، ۴۸ لوبډلو ګډون درلود.