د امباپې او یامال سیالي؛ هسپانیا له فرانسې سره لوبې ته چمتو کیږي

د فوټبال نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د فرانسې سره د سیالۍ لپاره هسپانوي لوبډلې د یکشنبې په ورځ (جولای ۱۲) د ټکساس په ډالاس کې تمرین وکړ.

دا لوبه د ډالاس په لوبغالي کې د سه شنبې په ورځ کیږي.

هسپانیې تر دې دمه د جام په لوبو کې یوزاې یو ګول خوړلی هغه هم د کوارټر فاینل په لوبه کې چې بلجیم ته یې ۲-۱ ماتې ورکړه.

خو د فرانسې خلاف لوبه د هسپانیې تر ټولو سخته ازموینه ګڼل کیږي. ځکه فرانسه داسې پیاوړې بریدګره کرښه لري چې د هرې لوبډلې لپاره جدي ګواښ بلل کیدی شي.

هسپانیه توانېدلې وه چې د ۲۰۲۴ کال د اروپا د اتلولیو په نیمه پایلوبه کې فرانسه ماته کړي او د تېر کال د اروپا د ملتونو د لیګ په نیمه پایلوبه کې یې هم ماتې ورکړې وه.

خو د ۲۰۲۶ کال فرانسوي لوبډله له پخوا ډیره پیاوړې ګڼل کېږي.

کیلیان امباپې تر دې دمه په جام کې اته ګولونه او عثمان ډیمبېلې پنځه ګولونه وهلي دي.

تر دې وړاندې یوه لوبډله چې په نړیوال جام کې یې دوه داسې لوبغاړي لرل چې دومره ګولونه یې وهلي وو، د ۲۰۰۲ کال د برازیل لوبډله وه.

هسپانیې بیا د ۲۰۲۳ کال د مارچ راهیسې په رسمي سیالیو کې د لوبې په ۹۰ دقیقو کې ماتې نه ده خوړلې.

د بارسلونا د ستوري لامین یامال شخصي ریکارډ هم لا پر خپل ځای دی . هسپانیې هیڅکله داسې لوبه چې یامال یې له پیل څخه پکې لوبولی وي، نده بایللې.

په مقایسوي توګه، لامین یامال تر اوسه د کلبونو او ملي کچې د حذفي پړاو په لوبو کې هیڅکله کیلیان امباپې ته لوبه نده بایللې.

د نړیوال جام دوهمه نیمه پایلوبه د جولای په ۱۵مه په کنساس ښار کې د انګلنډ او ارجنټاین ترمنځ کیږي.