په امریکایي پاسپورټ کې د ټرمپ انځور

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د اپریل ۲۸ مه اعلان وکړ چې یو شمېر ځانګړي یادګاري پاسپورټونه به چاپ او خپروي، چې په کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ انځور وي.

هغه انځورونه چې د بهرنیو چارو وزارت خپاره کړي، ښيي چې د ولسمشر ټرمپ انځور د پاسپورټ دننه چاپ شوی، او ورسره مخامخ پاڼې کې د ۱۷۷۶ کال د متحدو ایالتونو د خپلواکۍ اعلامیې د لاسلیک کولو انځور چاپ شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې دغه پاسپورټونه به د متحده ایالاتو د خپلواکۍ اعلامیې د ۲۵۰مې کلیزې د نمانځنو په ترڅ کې، چې په جولاۍ کې ترسره کېږي، خپاره شي.

تر اوسه روښانه نه ده چې ایا امریکایان به وکولای شي د یادګاري بڼې پر ځای عادي پاسپورټ انتخاب کړي او که نه.

د متحدو ایالتونو ضرابخانه هم پلان لري چې د سرو زرو یوه داسې یادګاري سکه جوړه او خپره کړې چې په کې د ولسمشر ټرمپ انځور وي.