د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې پوتین د ټرمپ 'غوصې' ته متوجه شوی

د ا مریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ په اوکراین باندې د بې پيلوټه الوتکو او میزایلو له بریدونو وروسته، د هغه څه د ماهیت په اړه چې په اوکراین کې پېښيږي، د ولسمشر دونالډ ټرمپ «غوصې» ته متوجه شوی دی.

د سه شنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس خبریالانو ته وویل: «څرګنده ده چې دواړه خواوې باید په ګډه په دې مرحلې کې د تغیر لپاره وضعیت ته په مستقیم ډول نظر واچوي.»

له وروستیو مرګونو بریدونو وروسته، ولسمشر ټرمپ په خپل سوشل ټروټ کې ولیکل چې پوتین «له اور سره لوبې» کوي.

ولسمشر ټرمپ تېره میاشت اعلان وکړ، چې دواړو خواو موافقه وکړه چې ژر به د اوربند خبرې پيلوي، خو د دغو خبرو لپاره لا تاریخ مشخص شوی نه دی.

د اوکراین چارواکي وایي چې څو ورځې مخکې روسیې په اوکراین باندې د بې پیلوټه الوتکو او میزایلو لوی بریدونه وکړل، چې له کبله یې ۱۲ تنه ووژل شول.

له دغو بریدونو رووسته ولسمشر ټرمپ د روسیې په ولسمشر انتقاد وکړ او ویې ویل چې «پوتین مطلق لیونی شوی او بې ضرورته ډېر خلک وژني».

روسیې د پوتین په اړه د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په هکله ویلي چې دا «له حده د زیات عاطفي» فشار نتیجه ده.