د اروپایي ټولنې او د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې یا آسیان ترمنځ په تازه ګډه اعلامیه کې د نړیوالو مهمو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان وضعیت ته هم پام شوی دی.
دا اعلامیه د اروپایي ټولنې او آسیان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې وروسته خپره شوې، چې پکې دواړو خواوو د نړیوال امنیت، بشري حقونو او سیمهییز ثبات په اړه ګډ دریځونه څرګند کړي دي.
د رپوټونو له مخې، ګډونوالو د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې روانې ستونزې نه یوازې د افغانانو لپاره، بلکې د سیمې لپاره هم اغېز لرلی شي.
په اعلامیه کې د افغانستان بشري وضعیت او د افغانستان او پاکستان تر منځ تاوتریخوالي ته په اشارې راغلي: "موږ په افغانستان کې د روان بشري ناورین او د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه. موږ همدارنګه د روانو تاوتریخوالو په اړه اندېښنه وښوده او د ټولو خواوو له لوري مو د زغم او د تاوتریخوالي د کمولو پر اهمیت ټینګار وکړ، او همدارنګه مو د خبرو اترو او سیمهییز ثبات د ملاتړ هڅې مهمې وبللې".
په اعلامیه کې ویل شوي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي، په ځانګړي ډول په بشري مرستو، اقتصادي ثبات او د بنسټیزو حقونو په خوندي کولو کې. همدارنګه د ښځو او نجونو د حقونو موضوع د بحث یوه مهمه برخه بلل شوې ده.
اعلامیه کې ویل شوي: "موږ وغوښتل چې د هېواد ټولو سیمو او ټولو خلکو ته، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته، د بنسټیزو اړتیاوو او بشري مرستو د رسولو لپاره بې خنډه لاسرسی برابر شي."
اروپایي ټولنې او آسیان دواړو ټینګار کړی چې د نړیوال قانون درناوی، د بشري حقونو ساتنه او د ثبات ټینګښت د دوی د ګډو همکاریو اساسي برخې دي.
په اعلامیه کې نړیواله ټولنه هڅول شوې چې د دې کړکېچ د حل لپاره خپلې همغږې هڅې لا زیاتې کړي او دا هم ویل شوي چې د افغانستان وضعیت د نړیوالو امنیتي ننګونو له جملې څخه دی، او اړتیا ده چې نړیواله ټولنه په ګډه او همغږۍ سره دې ستونزې ته حل لارې ولټوي.
د اروپایي ټولنې او د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې په تازه ګډه اعلامیه کې ویل شوي: "موږ د داسې یو ټولشموله او بشپړ استازیتوب لرونکي حکومت پر اهمیت ټینګار وکړ چې د قانون پر حاکمیت، د بشري حقونو درناوي او د افغانستان د ټولو اوسېدونکو، په ځانګړي ډول ښځو، نجونو او ماشومانو د بنسټیزو ازادیو پر بنسټ ولاړ وي."
د سیمې کارپوهان وایي، که څه هم افغانستان د دې اعلامیې اصلي تمرکز نه دی، خو بیا هم د دې هېواد یادونه ښيي چې نړیواله اندېښنه لا هم پر خپل ځای ده، او د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ لپاره مهم ګڼل کېږي.