یوې زورورې زلزلې د افغانستان په ختیځ د کونړ په ولایت کې لږ تر لږه ۸۱۲ کسان مړه کړي دي او د طالب مقاماتو په وینا شاوخوا ۲۸۰۰ نور یې ژوبل کړي دي.
ژغورونکي او کلیوال ټوله شپه تر نړیدلیو کورونو لاندې د خلکو او مړو په اېستلو بوخت وو.
د متحدو ایالتونو د جیولوژي سروې د معلوماتو په اساس د دغې زلزلې مرکز د ننګرهار جلال اباد و او په کونړ او نورو برخو کې یې سیمې ځپلي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د تلفاتو او په خاص ډول په کونړ کې د مړو او زخمیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی، ځکه چې ډېر یې تر ړنکو کورونو لاندې دي.
د طالبانو د دفاع وزارت وایي چې په څرخي الوتکو کې یې مړي او زخمیان د کونړ روغتونونو ته انتقال کړي دي. دوی وایي چې د بېړنیو مرستو لپاره یې ډلې ځپل شویو سیمو ته استولي دي او نور اضافي مرستندویان هم روان دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت دفتر (یوناما) وایي چې د هغوی او د روغتیا د نړیوال سازمان ډلې هم بېړنۍ مرستې رسوي.
د سیمې خلک هم د زلزلې ځپلیو د لاسنیوي لپاره د کونړ ولایت ته روان دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی. هغه لیکلي دي: «د قربانیانو له کورنۍ سره خواخوږي څرګندوم او زخمیانو ته عاجله شفا غواړم. په ځپل شویو سیمو کې اړمنو خلکو ته د مرستو لپاره د ملګرو ملتونو ډلې به د هېڅ ډول هڅو څخه دریغ کړي.»
د هند، پاکستان او حکومتونو هم د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي کړې او د مرستو چمتوالی یې ښودلی دی.
په ۲۰۲۲ کال کې هم د افغانستان په ختیځ او جنوب ختیځو سیمو کې زلزله وشوه، چې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان په کې مړه شول او سلګونه نور یې ژوبل کړل.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې هم څو زلزلې وشوې چې د طالب مقاماتو په وینا په هرات کې یې شاوخوا ۴۰۰۰ کسان مړه کړل، خو ملګري ملتونه وايي ۱۵۰۰ کسان مړه شوي وو.
په افغانستان کې اکثریت کورونه له خښتیو او سیمنټو څخه جوړ دي او په لیرو پرتو سیمو کې له خښتیو او خټو څخه جوړېږي چې د قوي زلزلو تاب نه لري.