"سوپر تیوزدې" یا د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې یوه مهمه ورځ په انځورونو کې

د ویرجنیا ایالت د سنترول په ښار کې خلک د رای اچولو په حال کې.
د نظر د معلومولو یوه تازه سروې ښیي چې د کورونو د جوړولو سوداگر او د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د مقام لپاره د جمهوري غوښتونکو د گوند کاندید ډانلډ ټرمپ به د خپلو نورو سیالانو نه نن د سه شنبې د ورځې په گوندي انتخاباتو کې چې په ١١ ایالتونو کې کیږي، مخکې شي.

د ویرجنیا ایالت د فالز چرچ ښار د رایې ورکولو به یو مرکز کې خلک د انتظار په حال کې.
یوه سروي ښیي چې د ډیموکراټ گوند کاندیده او پخوانۍ خارجه وزیره هیلري کلنټن له خپل نژدې سیال برني سندرس نه مخکې ده.

د ورجنیا ایالت د هینریکو سیمې یو اوسیدونکی د رایې ورکولو یو مرکز ته د ننوتلو په حال کې.
دCNN او ORC گډه سروې ښیي چې په سلو کې ۴۹ جمهوري غوښتونکي د ډانلډ ټرمپ ملاتړ کوي او په سلو کې شپاړس د هغه نژدې سیال د فلوریډا ایالت سناتور مارکو روبیو ملاتړ کوي او په سلو کی ۱۵ جمهوري غوښتونکي د ډانلډ ټرمپ د یوه بل مهم سیال او د تکزاس د ایالت سناتور ټیډ کروز سره ولاړ دي.

د انتلانتا په ایالت کې یوه ښڅه د رایې اچونې په حال کې.
به دې وروستیو کې یوه ترسره شوې سروې ښه یي چې میرمن کلنټن په سلو کې یې ۵۵ ډیموکراټان ملاتړکوي او په سلو کې ۳۸ دهغې د نژدې سیال سناتور برني سینډرس ملاتړکوي.

د ورجنیا ایالت د فالز چرچ ښار په یو مکتب کې دوه رایې ورکونکي د انتخاباتی پاڼو د تر لاسه کولو په حال کې.

د اوهایو ایالت په کولمبوس ښار کې د دانلد ټرمپ یو پلوی د هغه د وینا د اوریدلو په حال کې.

د تکزاس ایالت په اسټن ښار کې یو رضاکار د یو ټاکنیز مرکز د لوحې لپاره د مناسب ځای د پیدا کولو په حال کې.

د تکزاس ایالت په اسټن ښار کې د یو ټاکنیز مرکز لوحه چې په څو ژبو لیکل شوې ده.