د سوریې عسکر په مظاهره چیانو پسې ورغلل

د سوریې عسکر په مظاهره چیانو پسې ورغلل

عیني شاهدان وایي د سوریې عسکر نن هغه ښار ته ننوتل چې د شپږو هفتو راهیسې په کې د حکومت ضد احتجاجونه روان دي. حکومتی عسکرو، په خلکو ډزې کړیدي او ددې دپاره چې نور خلک وویروي، یو شمیر خلک یې نیولي دي.

شپږ ورځې کیږي چې په درعا کې اوبه، برق او پطرول نشته.

د سوریی د حقوقو مبارزین وایی شپږ کسه په درعا کی پرون هغه وخت ووژل شول چه پوځیانواو ماهرو نښه ویشتونکو، په ولسي خلکو ډزې وکړې.

د بشري حقوقو دغه مبارزین وایي، یوه ښځه او د هغې دوه لوڼې هغه وخت ووژل شول چې د ټانک گولۍ یې په کور پریوته.

عینی شاهدان وایي، عسکر ځکه درعا ته ننوتل چې د عمری په نامه جومات ونیسي او کنترول یې کړي، چې د حکومت ضد احتجاج کوونکي هلته غونډ شوي وو.

ددی نظامی حملی نه یوه ورځ مخکی ، لکه څنگه چه دامبارزین او عینی شاهدان وایی، لږ تر لږه ٦٥ کسه هغه وخت ووژل شول چې حکومتي قواوې په سوریه کی د مخالفانو د ځبلو دپاره دغه ښار ته ننوتی. د رپوټونو له قراره، زیاتره دا قتلونه د جمعې په ورځ په درعا کې شویدي.