سنټکام- امریکایي ځواکونو په سوریه کې د داعش پر فعالینو برید کړی

د امریکا د متحدو ایالتونو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وایي په سوریې کې یې د داعش ۲۵ غړي وژلي او نیولي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ د سې شنبې په ورځ د ډسمبر ۳۰مه په یو خپور شوي بیان کې ویلي چې امریکایي ځواکونو او متحدینو یې د دسمبر په ۱۹مه د امریکا په مشرۍ په سوریه کې د پراخو عملیاتو وروسته د داعش نږدې ۲۵ فعالین وژلي یا نیولي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي چې امریکایي ځواکونو د ډسمبر له ۲۰مې نه تر ۲۹مې پورې ۱۱ نور ماموریتونه ترسره کړل، چې لږترلږه اووه داعش غړي یې ووژل، نور یې ونیول او د داعش د وسلو څلور ډیپوګانې یې ویجاړې کړې.

دا عملیات د هاوک آی د (شاهین سترګې) په نوم د عملیاتو نه وروسته ترسره شول، چې په کې د امریکا او اردن ځواکونو له ۱۰۰ څخه ډیر دقیق مهمات وکارول ترڅو د سوریې په مرکز کې د داعش څه باندې ۷۰ هدفونه په نښه کړي، چې د دې ډلې سره تړلې زیربناوې او د وسلو ځایونه یې ویجاړ کړل.

د سنټکام قوماندان، اډمیرل براډ کوپر وویل، "موږ به شاته نه شو،" او زیاته یې کړه چې د متحدو ایالتونو ځواکونه د سیمه ایزو شریکانو سره په ګډ کار کې "ثابت" دي ترڅو د داعش شبکې له منځه یوسي چې امریکا او سیمه ایز امنیت ګواښي.

امریکایي ځواکونو وروسته له هغې په سوریې کې د داعش د فعالینو او مرکزونو د له منځه وړلو لپاره پراخ پوځي بریدونه پیل کړل چې د ډسمبر په ۱۳ مه د سوریې په پالمیرا ښار کې داعش ته منسوب په یوه برید کې دوه امریکایي سرتیري او د هغوی ملکي ترجمان ووژل شول او درې نور امریکایي سرتیري ټپیان شول.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې په سوریه کې پر امریکایي ځواکونو برید به د اسلامي دولت ډلې (داعش) ته ډېر زیان ورسوي.

ټرمپ د ډسمبر په ۱۴مه په سپینه ماڼۍ کې په یوه غونډه کې وویل: "زموږ درې ستر وطنپال د سوریې حکومت لخوا نه بلکې د بدو خلکو لخوا ووژل شول. داعش دا کار وکړ، د سوریې حکومت زموږ تر څنګ وجنګید، د [سوریې] نوي ولسمشر زموږ تر څنګ وجنګید.."

د سوریې امنیتي ځواکونو هم په دې وروستیو ورځو کې د سوریې د پلازمینې دمشق په څنډو کې د دوو بریدونو په شمول د داعش پر وړاندې عملیات پیل کړي دي.

د سوریې چارواکو وویل چې په دغو بریدونو کې طه الزعبي، چې د دمشق په سیمه کې د داعش د مشر په توګه پیژندل کیږي، ونیول شو او په سوریه کې د داعش یو لوړ پوړی قوماندان محمد شهاده ووژل شو.

امریکایي سرتیري له ۲۰۱۴ کال راهیسې په سوریې کې د داعش وسله والو په وړاندې د مبارزې لپاره دیره دي.

په سوریې کې د داعش په فعالینو د امریکا له خوا د برید سره هممهاله د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د ایکس په ټولینز شبکې کې په یوه پوست کې لیکلي چې ترکي پولیسو په هیواد کې د داعش ۱۲۵ غړي نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر په وینا دا کسان د ترکیې په پنځه ویشت ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د هممهاله عملیاتو په ترڅ کې توقیف شوي دي.

ترکیې یوه اونۍ مخکې هم د داعش د ۱۵۰ غریو د نیولو خبر ورکړی و او ویلي یې و چې دې کسانو غوښتل د کرسمس او نوي میلادي کال د مراسمو پرمهال په ترکیه کې بریدونه وکړي.