سوریه د مخالفینو د مقاطعې برسیره پارلماني انتخابات کوي

سوریه بالاخره د دوشنبې په ورځ پارلماني انتخاباتو ته آماده ګي نیسي. ددغه هیواد چارواکي دغه اقدام ته د یو ستر بدلون په سترګه ګوري په داسي حال کې چې د حکومت ضد فعالین بیا دغه اقدام ردوي او وايي چې د حکومت ځپل لا روان دي.

د سوریې د انتخاباتو مسولینو وویل چې د دوشنبې د ورځې په انتخاباتو کې به ۷ ګوندونه برخه واخلي او د پارلمان د ۲۵۰ څوکیو دپاره به سیالي وکړي. دغه څوکۍ د لسیزو دپاره د بعث د ګوند له خوا چې ولسمشر اسد ته وفاداره ګوند دی، قضبه شوې وې. په اساسي قانون کې د نوي بدلون په لړ کې چې د فیبرورۍ په میاشت کې رامنځ ته شو ګوندونو ته اجازه ورکړل شوه چې د بعث د ګوند سره په رقابت کې فعالیت وکړي.

د سوریې د اوپوزیسون غړي وايي چې د یکشنبې د ورځې انتخابات به کوم اعتیبار ونلري ځکه چې حکومت اوس هم د ۱۴ میاشتني پاڅون فعالین او مظاهره کونکي ځپي او بریدونه پرې کوي. د اکثریت مخالفینو د مقاطعې سره داسي وړاند وینه کېږي چې پارلمان به بیا د حکومت پلوو استاځو تر اغیز لاندي راشي.