عرب لیګ بیا په سوریه کې خپل نظارتي ماموریت پیلوي

عرب لیګ بیا په سوریه کې خپل نظارتي ماموریت پیلوي

په داسي حال کې چې عرب لیګ د سوریې د ملي شورا پر څرنګوالي باندي په قاهره کې بحث کوي دغه سازمان ویلي دي چې نن د یکشنبې په ورځ به په یوه وړاندیز باندي غور وکړي چې په سوریې کې خپل متوقف شوی نظارتي ماموریت بیرته دسره پیل کړي او په کښي به د غیر عرب هیوادونو، ملګرو ملتونو او نورو مسلمانو هیوادونو استاځي د ناظرینو په توګه د وضیعت څارنه کوي. بله پلوه د القاعدې مشر د سوریې د خلګو د پاڅون څخه دفاع کړې ده.

پر دغه وړاندیز به نن د سوریې د ډلې له خوا چې د قطر په مشرۍ د څو هیوادونو له خوا تشکیل شوې ده، بحث وشي. دغه ډله به د عرب لیګ د باندنیو چارو وزیرانو غونډې ته چې نن ناوخته د مصر په پایتخت کې دایږي د سوریې په هکله وړاندیزونه وکړي.

تیره میاشت عرب لیګ په سوریې کې خپل نظارتي ماموریت وروسته له هغه نه ودروی چې پرې نیوکه وشوه چې و یې نشو کړای چې په دغه هیواد کې د وینې تویونې مخنیوی وکړي. داسي نه ښکاري چې د سوریې خلګ دي د څارونکو یا ناظرینو نوې ډله ومني.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر بشرالا سد د هغه پاڅون پرضد سخت دریځ غوره کړی دی چې یوولس میاشتې مخکي پیل شو او د جنورۍ تر میاشتې پوري په کښي د ملګرو ملتونو د امارو پر بنسټ ۵۴۰۰ کسه وژل شوي دي. د جنورۍ د میاشتې وروسته ملګرو ملتونو د تلفاتو شمیرل بند کړل ځکه د ارقامو تاییدول ناممکنه خبره وه خو ویل کېږي چې د هغه وخت راهیسي هم په سلګونو خلګ وژل شوي دي.

بل پلوه عرب لیګ په قاهره کې نن د یکشنبې په ورځ د سوریې د ملي شورا په هکله هم خبري کوي چې زیات شمیر د سوریې خلګو په ترکیې کې ددغه شورا د شتون سره مخالفت ښودلی دی.

د سوریې ملي شورا چې د انتقالي شورا په نامه هم مشهوره ده د سوریې دباندي په قسمي ډول د رسمي حکومت په ډول په رسمیت پېږندل شوې ده. دغه شورا په نړیواله کچه رسمي پېږندګلوي غواړي.

د سوریې ملي شورا د نظامي مداخلې پریکړه کړې خو په سوریې کې دننه د حکومت مخالفې ډلې یې پرضد احتجاجونه کوي او وايي چې دغه ډول اقدام به یواځي دمخه لا حساس وضیعت نور هم پسي پیچلی کړي.

اناس جودا د عدالت او پرمختګ د تحریک ویاند دی.

هغه داسی وايي: ،،مونږ د سوریې د ملي شورا مخالفه یوو چې غواړي په سوریه کې د نظامي مداخلې غوښتنه کوي. دغه شورا خپلواکه اراده نلري او په خپلوو سیاسي افکارو کې آزادي نلري. دوي د سوریې د خلګو د غوښتنو او ګټو استاځیتوب نشي کولای. دوي د نورو قدرتونو د ګټو استاځیتوب کوي.،،

په عین حال کې د سوریې د باندنیو چارو د وزارت مرستیال فیصل المیکداد د سوریې د ملي انتقال شورا د په رسیمت پیژندلو پر ضد احتجاج څرګند کړ او داسي یی وویل: ،،زه فکر کوم چې دا د عربي هیوادونو د اړیکو دپاره ډیره خطرناکه خبره ده،،

په عین حال کې د القاعدې مشر ایمن الزواهري د یوې ویډیو په مرسته چې نن د یکشنبې په ورځ پر انټرنیټ باندي خپره شوه د ولسمشر اسد پر ضد د خلګو د پاڅون څخه ملاتړ کړی خو د سوریې خلګو ته یې ویلي دي چې د ولسمشر اسد د راپرځولو دپاره دي پر عربي حکومتونو او لویدیځو هیوادونو تکیه نه کوي.

د القاعدې مشر ایمن الزواهري داسي وايي:،،زمونږ د سوریې خلګو! پر لویدیځ، متحده ایالاتو، عربي حکومتونو او ترکیې باندي تکیه مه کویْ.،،

په دې ۸ دقیقې ویډیو کې چې د سوریې د زمریانو په نامه یاده شوې ده، الزواهري په ترکیې، عراق، لبنان او اردو کې پر خلګو باندي غږ کړی دی چې د سوریې د خلګو سره دي د اسد د رجیم په رانسکورولو کې مرسته وکړي.