ملګرو ملتونو په قاطع اکثریت د سوریې رژیم وغندی

ملګرو ملتونو په قاطع اکثریت د سوریې رژیم وغندی

په سوریه کې دبشري حقوقو طرفداران او د حکومت مخالفان وایې چې د حمص په مرکزي ښار باندې د دولتي ځواکونو بې درېغه ډزې دوام لري.دا حملې په داسې حال کې پیل شوې چې د ملگرو ملتوو عمومي اسمبلۍ پرون د بشري حقوقو نه دسرغړونو له امله د سورېې د واکمن رژیم غندنه وکړه.

د حکومت مخالفانو وویل چې عسکرو د حمص په څلورو ناحیو باندې د درندو توپونو ډزې پیل کړي دي. ېوولس مېاشتې وشوې چې د سوریې ولس د ولسمشر بشارالاسد پر خلاف راپاڅیدلی دی او داستعفا غوښتنه ېې کوي.

پرون دملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د ښاغلي اسد په حکومت باندې مستقیما تور ولگوی چې د بشر په خلاف ېې جنگي جرمونه کړي دي.

دملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پرون په قاطع اکثریت هغه مسوده منظو رکړه چې د بشارالاسد د مستبد رژیم د غندلو او په ولسي وگړو باندې دظلم او تیري دپا ې ته رسولو په خاطر وړاندې وشې وه. دملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ چې ١٣٩ غړي لري ستر قدرتونه په کې د وېټو حق نلري. په ملگرو ملتونو کې دامریکا سفېرې مېزرمن سوزن راېس دغه پرېکړه وستایله. چېن ،اېران، شمالي کورېا، بولېوېا، وېنوزوېلا، چېن او روسېې ددغې پرېکړې مخالفت وکړ.