طالبانو چارتر شویو الوتکو ته اجازه ورکړله چې بهرنیان ولیږدوي

د امریکایي اتباعو په ګډون شاوخوا ۲ سوه بهرنیان نن پنجشبنې سپټمبر ۹ (وږي۱۸) د قطر په یوې سوداګریزې الوتکې کې د کابل د هوایي ډګر نه ولیږدول شول.

د متحده ایالاتو د حکومت یو جګپوړي چارواکي اې پي خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو دوو ډیرو لوړپوړو چارواکو د دې الوتنې په برخې کې مرسته کړې او آسانتیاوې یې ورته برابرې کړي.

دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په الوتکې کې امریکایي اتباع، هغوي چې د دایمي اوسیدنې اسناد لري او د جرمني، کاناډا او هنګري په ګډون د څو بهرنیو هیوادونو اتباعو پرواز وکړ.

یو امریکایي چارواکي چې خپل نوم یې ندی ښودلی نن پنجشنبه سپټمبر ۹ (وږي۱۸) د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې طالبانو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ټینګار ددې کسانو د وتلو سره موافقه وکړله.

دې امریکایي چارواکي دا ندي ویلي چې آیا پدې دوه سوه کسانو کې هغه بهرني اتباع هم شامل دي که نه چې غوښتل یې د مزار شریف نه دربست الوتکو کې پرواز وکړي.

د رپوټونو له مخې د مزار شریف په هوایي ډګر کې لږ تر لږه ۴ دربست شویو الوتکو ته چې ټاکل شوی وه د امریکایي اتباعو تر څنګ افغانان هم بهر ته انتقال کړي، لا هم د پرواز کولو اجازه نده ورکړل شوې.

طالبانو ویلي و چې اکثریت دې کسانو چې غوښتل یې بهر ته ولاړ شي، پاسپورټ او ویزه یې نه درلوده او په همدې دلیل یې د هغوي الوتنې ته اجازه نده ورکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن تیره ورځ د طالبانو نه غوښتي وو چې د مزار شریف د نړیوال هوایي ډګر نه دې د دربست شویو الوتکو پرواز ته اجازه ورکاندي خو طالبانو تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي.

طالبانو د موقت حکومت د اعلان نه ټیک دوه ورځې وروسته د دغو شاوخوا ۲ سوو کسانو وتلو ته اجازه ورکړه. دا وروسته تر هغه چې طالبانو کابل ونیوه او د امریکا په مشرۍ د افغانستان د تخلیې بهیر پای ته ورسید، لومړی ځل دی چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر نه بهرنیان په الوتکو کې پرواز کوي. .

سره لدې چې طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړولو ژمنه کړې وه، خو د هغوي په سرپرستې کابینې کې ټول طالبان دي. اقلیتونو او میرمنو ته هم برخه نده ورکړل شوې.

سره لدې چې طالبانو ویلي چې د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هیوادونو سره ښه ناسته پاسته غواړي، خو متحده ایالاتو ویلي چې د طالبانو اعلان شوی حکومت یې لا تائید کړی ندی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل، د طالبانو په مشرۍ حکومت، یو سرپرست حکومت دی او د هغوې په وینا:‌" د امریکا د ملي امنیت د ټیم په ګډون ددغه هیواد د حکومت هیڅ یوه غړي داسې یو وړاندیز ندی کړی چې طالبان د نړیوالې ټولنې ارزښتناک او د درناوي وړ غړي دي."

د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه، طالبانو تر اوسه داسې یو موقعیت ندی کسب کړی او له طالبانو څخه د امریکا د حکومت برداشت هم په دې ډول ندی