طالبانو د جوزجان په خماب ولسوالۍ کې شپږ امنیتي پوستې نیولي

In this May 27, 2016, photo, Taliban fighters eat lunch in Shindand district of Herat province, Afghanistan.

د جوزجان په ولایت کې سیمیزو چارواکو تائید کړې ده، چې ددغه ولایت د خم اب ولسوالۍ په اطرافي سیمو کې وسله والو طالبانو شپږ امنیتي پوستې نیولي دي او تېره شپه وسله والو طالبانو پدغو پوستو سخت بریدونه کړي دي.

د جوزجان سیمیزو چارواکو امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، چې د خم اب ولسوالۍ مرکز له حکومت سره دی خو د خم اب په اطرافي سیمو کې پاڅون کوونکو بې له جګړې دا شپږ پوستې طالبانو ته پرېښي او خپله د ولسوالۍ مرکز ته په شاتګ کړی دي.

د جوزجان د پولیسو قومندان رحمت الله ترکستاني امریکا غږ ته وویل" پاڅون کوونکو پدې خاطر چې ملکي وګړو ته زیان و نه رسیږي له خپلو پوستو شاتګ کړی دی".

د جوزجان د پولیسو دغه چارواکي دا هم ویلي، چې د ولسوالۍ ودانۍ، د پولیسو د قوماندې مرکز له افغان امنیتي ځواکونو سره دی خو طالبان د ولسوالۍ مرکز ته په لږه فاصله کې دي.

بل لورته د ۲۰۹ شاهین قول اردو یوه مطبوعاتي مسؤل نصرت الله جمشیدي ویلي، چې ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي او ژر به د یادو پوستو د بیرته نیولو په پار د جوزجان خماب ولسوالۍ ته ولیږي.

طالبانو ویلي، چې له تېرې شپې راهیسې د خماب په ولسوالۍ کې پدغو پوستو بریدونه پيل کړي.

هیڅ لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.

د جوزجان د خماب ولسوالۍ د امو د سیند په غاړه له ترکمنستان سره په ګډه پوله پرته ولسوالۍ ده.

دا ولسوالۍ اقچې، قرقین او اندخوی په غځېدلو لارو پرته ده. خماب کې تر دې وړاندې هم د ناامنیو راپورونه ورکړل شوي وو.