د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبان دې د تمدن تلویزیون د فعالیت مخه نه نیسي

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) له طالبانو غوښتي چې د تمدن تلویزیون د فعالیت د بیا پیل اجازه ورکړي او پر خپلواکو رسنیو فشارونه پای ته ورسوي.

د راپورونو له مخې، د سې شنبې په ورځ د جون په ۲۳مه د طالبانو د عدلیې وزارت څو وسله‌وال غړي په کابل کې د تمدن تلویزیون دفتر ته ورغلي، کارکوونکي ته یې سپکاوی کړی، نشرات یې درولي او دفتر یې مهر او لاک کړی دی.

تمدن تلویزیون د خبرونو او سیاسي شننو خپرونې لري او په افغانستان کې له هغو محدودو خپلواکو رسنیو څخه ګڼل کېږي چې د شیعه مذهبي پروګرامونو خپرولو ته دوام ورکوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د افغانستان او پاکستان استازي ولي‌الله رحماني ویلي چې د تمدن تلویزیون تړل او د کارکوونکو سپکاوی د خپلواکو رسنیو پر وړاندې د طالبانو د فشارونو یوه اندېښمنوونکې نوې مرحله ده.

طالبانو تېر کال هم اعلان کړی و چې تمدن تلویزیون به وتړي. چارواکو ادعا کړې وه چې دغه رسنۍ له اسلامي حرکت ګوند سره تړاو لري او پر غصب شوې ځمکه جوړه شوې ده، خو هغه مهال دغه پرېکړه عملي نه شوه.

د تمدن تلویزیون مشر محمد جواد محسني دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې تلویزیون له هېڅ سیاسي ګوند سره تړاو نه لري او د ودانۍ ځمکه په قانوني ډول اخیستل شوې ده.

په همدې حال کې د طالبانو استخباراتو د روان کال په فبرورۍ کې د راه فردا تلویزیون هم کنټرول کړ، خو دغه رسنۍ وروسته له هغې بېرته فعاله شوه چې نوي مالک ته د نشراتو جواز ورکړل شو.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې د دې موضوع په اړه یې د طالبانو د عدلیې وزارت څخه د نظر غوښتنه کړې، خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.