د طالبانو وروستي بریدونه؛ د ماتې که د قوت نښه؟

امنیتي سرچینه: افغان امنیتي ځواکونه باید د خپلو اډو نه راووځي او تهاجمي دریځ غوره کړي.

امریکایي څیړونکي وایي تیره اونۍ د افغان ځواکونو په وړاندې پرله پسې خونړي بریدونه د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو جمهور رئیس، ډونالد ترمپ د نوې ستراتیژۍ په وړاندې د قوت ښکارول دي.

طالبان له تیرې سې شنبې د ورځې راپدیخوا، له څلورو بریدون نه په دریو کې خپل هدف ته د رسیدو لپاره د موټر بم نه کار اخیستی، هڅه یې کړې چې د امنیتي ځواکونو مورال ټیټ کړي، وسلې او مهمات یې ورنه غلا کړي او بیرته یې په دوی استعمال کړي.

دا د طالبانو په تاکتیک کې مهم بدلون دی. په وروستیو کلونو کې طالبان د ولایاتو د مرکزونو د نیولو لپاره جنگیدل خو اوس یې بریدونه په پوځي اډو باندې متمرکز کړي. د بروکنز په څیړنیز انستیوت کې وندا فلباب براون وایي:

"د ترمپ د تگلارې له اعلانه وروسته، طالبان خپل قدرت ښکاروي، دا ښیي چې د بشپړ قوت سره مقاومت کوي. هغوی د ولایاتو د مرکزونو د نیولو لپاره خپله انرژي نور نه ضایع کوي."

که څه هم تندلارو سږکال په بلخ کې په قل اردو د برید په گډون چې پکې ١۴۴ تنه ووژل شول، په امنیتي ځواکونو باندې څو خونړي بریدونه ترسره کړي.

خو د تیرې اونۍ بریدونه ځکه د پام وړ دي چې په تندلارو د افغان او امریکایي ځواکونو د تهاجمي بریدونو له ډیریدو وروسته په یوه اونۍ کې په پنځو بیلابیلو بریدونو کې د پولیسو، پوځیانو او ملکیانو په گډون ١٥٠ تنه وژل شوي.

دا بریدونه تر هغه وروسته ترسره کیږي چې د افغانستان، پاکستان، متحده ایالاتو او چین د استازو په افغانستان کې د جگړې د ختمولو لپاره په عمان کې څلور اړخیزې خبرې بې نتیجې پای ته ورسیدلې. د ولسن له څیړنیز مرکز څخه مایکل گوکلمن وایي طالبانو خپله پریکړه کړې ده.

"زه فکر کوم طالبانو غوښتل چې یو ډیر قوي پیغام ولیږي چې د خبرو په ځای جگړې ته ترجیع ورکوي او د دې توان لري چې ډیره ښه جگړه وکړي."

خو د ناټو قاطع ملاتړ پر ټويټر لیکلي، پرونۍ حملې څرګنده کړه چې وسلهوال ځپل شوي او د جګړې په میدان کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې بریالي کیدای نه شي.

ارگ هم ویلي چې پرونی برید د ترهگرو کار دی او ترهگر او پلویان یې تر بل هر وخت منزوي شوي او د جګړې په ټولو میدانونو کې مات شوي دي.

خو چارواکي تر اوسه د دې ځواب نلري چې د دې ډول چریکي بریدونو دفاع او مخنوی څنگه وشي.

یو امنیتي سرچینه د نوم د نه اخیستو په شرط فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه باید د خپلو اډو نه راووځي او تهاجمي دریځ غوره کړي.

میرمن فلباب برون وایي د امنیتي پوستو غښتلي کول او د امنیتي ارگانونو ترمنځ د اطلاعاتو شریکول ښایي ددې ستونزې په حل کې مرسته وکړي.