د امریکا متحده ایالتونو د بشري مرستو نوې اداره جوړه کړې

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ [مارچ ۲۰مه] په رسمي توګه یوه نوې اداره تاسیس کړه چې په بهر کې د طبیعي پېښو او بشري بحرانونو په وړاندې د امریکا د پروګرامونو څارنه وکړي. دا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د امریکا د بهرنۍ مرستې د پروګرام د بیاسمبالولو په لور یو لوی ګام دی.

د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي له نوي اعلان څخه مخکې وویل چې نوې اداره به یوازې په مستقیمه توګه د ژوند ژغورونکو مرستو کار وکړي او پدې اداره کې به اقلیم اړوند پروګرامونه او هغه څه چې دغه چارواکي "ټولنیز لاملونه" بللي، پکې شامل نه دي.

نوې اداره به د خوړو د نړیوال امنیت د پروګرامونو څارنه هم وکړي.

سرچینې وویل: "دا د متحده ایالتونو مسؤلیت نه دی چې هر ناورین او هر بحران ته ودانګي." ده زیاته کړه چې "په مرستو کې به متحدینو او د امریکا ستراتیژیکو ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي."

د پېښو او بشري مرستو اداره به د نږدې ۲۰۰ کارکوونکو او شاوخوا ۵.۴ ملیارده ډالرو کلنۍ بودیجې سره په ۱۲ نړیوالو مرکزونو کې فعالیت وکړي.

د امریکا نړیواله پرمختیايي اداره (یو اېس اېډ) چې دا نوې اداره یې بشري دندې پرمخ بیايي هر کال شاوخوا ۴۰ میلیارده ډالره مصرفول او په نړۍ کې یې د اوږدمهالو پروژو څخه ملاتړ کاوه.

د امریکا نړیواله پرمختیايي اداره د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په پیل کې له منځه لاړه چې په ترڅ کې یې ډیری قراردادونه ختم شول او چارې یې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شوې.