پاکستان او افغانستان وروسته له هغې چې د همدې اونۍ په پیل کې پر کابل د پاکستان په خونړي برید کې سلګونه کسان ووژل شول، د چهارشنبې په ورځ د (مارچ ۱۸مه ) اعلان وکړ چې د روژې د پای د اختر د لمانځنو پر مهال به جګړه دروي.
پاکستان او د طالبانو حکومت په جلا جلا اعلامیو کې ویلي چې سعودي عربستان، قطر او ترکیې غوښتنه کړې وه چې د کوچني اختر پر مهال دې جګړه ودرول شي، او دواړو لوریو دا غوښتنه منلې ده.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وویل چې حکومت د پنجشنبې څخه تر دوشنبې پورې خپل عملیات "د ښه نیت او د اسلامي اصولو سره سم" درولي دي.
تارړ ګواښ وکړ: "که چېرې د پولې هاخوا کوم برید، د ډرون حمله یا د پاکستان دننه کوم ترهګریز عمل وشي، نو (عملیات) به سمدستي د لا زیات شدت سره بیرته پیل شي."
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد بیا ویلي چې د افغانستان دفاع ددوي "ملي او دیني وجیبه" ده او هېواد به یې هر ډول یرغل یا ګواښ ته ځواب ووايي.
د ګڼ شمېر قربانیانو د جنازې مراسم
طالب چارواکو ویلي چې د دوشنبې په برید کې تر ۴۰۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان شویدي. په برید کې د یو شمیر وژل شویو کسانو چې پيژندنه یې شوې وه، د جنازې مراسم د چهارشنبې په ورځ د (مارچ ۱۸مه ) ترسره شول.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني چې تر تېر کال پورې د امریکا له خوا پرې ۱۰ میلیونه ډالره انعام ټاکل شوی و، د جنازې په مراسمو کې وویل چې دوی بېګناه قربانیان وو.
هغه زیاته کړه: "موږ به حتماً د دوی د حق غوښتنه وکړو". خو حقاني دا هم وویل چې د جګړې د درولو لپاره خبرې د حکومت غوره لاره ده.
په افغانستان او پاکستان کې د دقیقو تلفاتو خپلواکه او سمدستي تایید ستونزمن دی، ځکه ډېر بریدونه په لیرې پرتو سیمو کې کېږي او معلومات بیلابیل او ضد او نقیض خپریږي.
خو افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا مشر، جاکوپو کاریدي، وویل چې د دوی ټیمونه هم په ساحه کې موجود وو.
هغه وویل: "د هغه څه له مخې چې موږ ولیدل او د بیړني غبرګون له نورو ښکېلو کسانو سره مو خبرې وکړې، ویلی شو چې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي."
د منځګړتوب هڅې
په داسې حال کې چې د ملکي وګړو مرګژوبله زیاتېږي او د بېځایه شویو خلکو په اړه اندېښنې هم مخ په زیاتیدو دي، ملګرو ملتونو او ګڼ شمیر هیوادونو د افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې جګړه دې سمدستي پای ته ورسوي.
د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال، فرحان حق وویل:"د ملګرو ملتونو عمومي منشي له ښکېلو خواو څخه غواړي چې خپل اختلافات دې د ملګرو ملتونو د منشور سره سم په سوله اییزه بڼه او د خبرو اترو له لارې حل کړي .همدارنګه د افغانستان په اړه د یوناما دفتر زیاتوي چې د افغانستان او پآکستان تر منځ تاوتریخوالی اوس خپلې دریمې اونۍ ته داخل شوی او د کموالي هیڅ نښې نښانې نه لیدل کیږي ."
چین هم یو ځانګړی استازی د منځګړیتوب لپاره استولی او ژمنه یې کړې چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره به "رغنده رول" ولوبوي.
پدې برسیره د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف، ویلي که دواړه لوري وغواړي مسکو به "چمتو وي" چې د خبرو اترو په منځګړیتوب کې مرسته وکړي خو د منځګړیتوب هڅې تر اوسه بېنتیجې پاتې دي.