د فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو په پړاو کې انګلنډ د یکشنبې په شپه (جولای ۵) په یوه په زړه پورې لوبه کې د جام ګډ کوربه مکسیکو ته ۳-۲ ماتې ورکړه او کوارټر فاینل ته ووت.
د مکسیکو ښار په استادیو ازتیکا لوبغالي کې په دغه لوبه کې د انګلنډ لپاره جود بیلینګهم دوه ګولونه وکړل، او هري کین د نړیوال جام خپل شپږم ګول وواهه.
انګلنډ د لوبې وروستۍ ۴۸ دقیقې له لسو لوبغاړو سره ولوبېد، ځکه جاریل کوانسا ته سور کارت ورکړل شو. مکسیکو ته یې په استادیو ازتیکا لوبغالي کې یوه نادره ماتې ورکړه.
انګلنډ د جولای په ۱۱مه په میامي کې د نړیوال جام په کوارټر فاینل کې له ناروې سره مخامخ شي
ناروې د یکشنبې په ورځ مخکې برازیل ته ۲-۱ ماتې ورکړې وه.
د انګلنډ روزونکي تامس توخل د خپلو لوبغاړو ستاینه وکړه او ویې ویل چې هغوی په خورا سخت چاپیریال کې غوره لوبه وکړه.
د مکسیکو د لوبډلې ۶۷ کلن روزونکي خاویر اګیرې له لوبې وروسته تائید کړه چې د مکسیکو د ملي لوبډلې د روزونکي له دندې استعفا کوي. د هغه پر ځای به مرستیال روزونکی رافا مارکېز، چې د مکسیکو د فوټبال یو مشهور لوبغاړی تیر شوی او په پنځو نړیوالو جامونو کې یې ګډون کړی، د روزونکي دنده پر غاړه واخلي.
هري کین اوس د نړیوال جام د غوره ګول وهونکي (طلايي بوټ) سیالۍ کې له لومړي مقام څخه یوازې یو ګول شاته دی. د ناروې ارلینګ هالند، ارجنټاینی لیونل میسي او د فرانسې کیلیان امباپې هر یو اووه اووه ګولونه کړي او په ګډه د دې جدول په سر کې دي.
د برازیل په وړاندې د ناروې بری
له برازیل سره د یکشبنې د ورځې په لوبه کې، د ناروې ارلینګ هالند د لوبې په وروستیو شېبو کې دوه ګولونه ووهل.
د نیویارک نیوجرسي په لوبغالي کې چې د ۸۰ زرو کسانو لپاره ځای لري، مینه والو د هالند نوم زمزمه کاوه او په سندرو او نڅا سره له لوبغالي ووتل.
د ارلینګ هالنډ په مشرۍ د ناروې ټیم برازیل ته د ماتې ورکولو وروسته
سره له دې چې د ناروې مینه وال د برازیل د پلویانو په پرتله ډېر لږ وو او هوا هم ډېره ګرمه وه، خو ناروې د شورماشور او تودوخې پروا ونه کړه.
هالنډ د خپل شپږ فوټه او پنځه انچه قد څخه په استفادې د لوبې په ۷۹مه دقیقه کې په سر لومړی ګول وواهه او وروسته یې له لرې واټنه په قوي شاټ دوهم ګول هم وکړ.
د اضافي وخت په وروستیو شېبو کې د نیمار د پنالټۍ ګول د برازیل لپاره یوازې یوه کوچنۍ ډاډګیرنه شوه، ځکه برونو ګیمارایش د لوبې په پیل کې پنالټي ضایع کړه او برازیل د ۱۹۹۰ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره ونه توانېد چې د نړیوال جام کوارټر فاینل ته لار ومومي.
د برازیل ژېړو جرسیو لرونکو مینه والو د لوبغالي ډېری څوکۍ ډکې کړې وې او هیله یې لرله چې د خپلې لوبډلې یوه بله غوره لوبه وویني. ډیری دغه مینه وال له خپګان سره له لوبغالي ووتل، ځینو یې اوښکې هم تویولې، خو هیله یې وښودله چې ښايي څلور کاله وروسته خپل شپږم نړیوال جام وګټي.
ناروې به د نړیوال جام په کوارټر فاینل کې له انګلنډ سره مخامخ شي.