د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالې ادارې ویلي چې د اروپايي ټولنې مرستو دغې ادارې ته وړتیا ورکړې چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ او د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتو په اوږدو کې په ټول افغانستان کې د افغان راستنېدونکو او د ناورین ځپلو کسانو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي او حیاتي مرستې ورته ورسوي.
د کډوالۍ نړیوالې ادارې د سه شنبې په ورځ [اګست ۱۸مه] د یوې اعلامیې په خپرولو سره ولیکل چې دوی له ۳۹۳،۰۰۰ څخه زیاتو خلکو ته مرستې رسولې دي.
د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي: "بېرته راستانه شویو کسانو د خپلو تر ټولو بېړنیو اړتیاوو سره سم مرستې ترلاسه کړې چې په کې لنډمهاله استوګنځایونه، لومړنۍ روغتیايي پاملرنه، ټرانسپورټ او نغدي مرستې شامل وې څو له دوی سره د بېرته راستنېدو پر مهال د خپل ژوند په بیا رغولو کې مرسته وکړي."
دغې ادارې لیکلي چې مرستې تر ډېره هغو راستنېدنکو ته رسول شوې چې د هرات، نیمروز، کندهار، هلمند او ننګرهار ولایتونو له لارې د ګاوندیو هېوادونو څخه راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل میاشتې وروستي سیمهییز رپوټ له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له پاکستان او ایران څخه له پنځه میلیونو زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي چې دغه بهیر په افغانستان کې په کمزوري اقتصاد او بشري سیستم باندې لوی فشار راوړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو د همغږۍ ادارې ویاندې اولګا چریفکو امریکا غږ ته وویل چې افغانستان لا هم د نړۍ یو ستر بشري ناورین بلل کېږي او بشري ادارې په هغه هېواد کې د بودیجې له کموالي سره مخامخ دي.