په بیت المقدس کې د امریکا سفارت د حوثیانو او د ایران د ګواښونو له امله په منځني ختیځ کې امریکایانو ته خبرداری ورکړی دی.
په بیت المقدس کې د امریکا سفارت دا خبرداری د واشنګټن په وخت د سه شنبې (نومبر ۲۴) په ماښام خپور شوی دی او په منځني ختیځ کې له امریکایي وګړو یې وغوښتل چې د حوثي یاغیانو لخوا د وسله والو بریدونو د ګواښ د زیاتوالي او په سیمه کې پر امریکايي چارواکو او دولتي تاسیساتو د ایران د بریدونو د هڅو له امله ډیر متوجه ووسي.
په دې اعلامیه کې دې ته په اشارې چې د یمن حوثیان د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي ویل شوي چې امریکایي وګړي باید د امنیتي خبرتیاوو، د الوتنو لغوه کیدو، د هوایي حریم د بندیدو او د هوایي سفرونو د ګډوډۍ لپاره چمتووالی ونیسي.
د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثیانو له دې وړاندې په سعودي عربستان کې پر ملکي هوایي ډګرونو په بریدونو کې مسافرانو ته زیان رسولی دی.
په خبرتیا کې راغلي چې اسلامي جمهوریت په بحرین او کویټ کې د امریکا پر مراکزو او تجهیزاتو بریدونه کړي دي.
د امریکا سفارت خبرداری ورکړی چې نښتو کې ممکن ډیر زیاتوالی راشي او له هغو امریکایي وګړو یې غوښتي چې منځني ختیځ ته د سفر پلان لري یا له هغه ځایه راځي چې په منظمه توګه د هوایي ډګرونو او هوایي شرکتونو د عملیاتو وضعیت وڅاري او د خپلو سفر پلانونو کې د احتمالي بدلونونو لپاره له وړاندې چمتو وي.
د خبرداري په بلې برخه کې راغلي چې ایران حوثي اورپکي او له ایران سره نورې تړلي ډلې ممکن د هیواد څخه بهر د امریکا پر ګټو برید وکړي چې په کې امریکايي شرکتونه او بنسټونه او په ټوله نړۍ کې د امریکا د حکومت او وګړو اړوند ځایونه شامل دي.
د امریکا سفارت اعلان کړی چې په بیت المقدس کې د دې قونسلګرۍ څانګه او په تل ابیب کې د قونسلګرۍ څانګه د عادي او بېړنیو قونسلي خدمتونو لپاره خلاصې پاتې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سهشنبې په ورځ (نومبر ۲۴) د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان آل سعود سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې په سیمه ییز امنیت، سمندري تګ راتګ، په سوډان کې جګړې او په لبنان کې تحولاتو په اړه خبرې وکړې.
د عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د روبیو خبرې
په منځني ختیځ کې امریکایي وګړو ته په داسې حال کې خبرداری ورکول کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټلفوني خبرو کې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه غندلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي، دواړو چارواکو د هرمز او باب المندب په تنګو کې چې ستراتیژیکې سمندري لارې ګڼل کیږي، د کښتیو د ازاد تګ راتګ پر ارزښت ټینګار وکړ.
د دوی د خبرو اترو یوه بله برخه په سوډان کې د جګړې پای ته رسولو اړتیا ته ځانګړې شوې وه. روبیو د بشري اوربند پر ټینګولو، د تلپاتې سولې پر رامنځته کولو او یوه ملکي حکومت ته د واک د لېږد د زمینې په مساعدیدو ټننګار وکړ.