کارلوټا ګېل: نړۍ د ترهګرۍ سره جګړه په غلط ځای کي کوي

کارلوټا ګېل چې د ٢٠٠١ نه تر ٢٠١٣ کاله پوري په پاکستان او افغانستان کې د نیویارک ټایمز خبریاله وه، ( دې ړانگ اینیمي ) یا غلط دښمن په نامه یو کتاب لیکلی دی چي په کښي په پاکستان کي د ترهګرې پر ځالو باندي تمرکز شوی دی.

کارلوټا ګیل چې په ٢٠٠١ کال کې افغانستان ته تللې وه او تیر ۱۲ کاله یې په پاکستان او افغانستان کې تیر کړي دي وايي چې د افغانستان د مسلو حل د پاکستان په پالیسیو کې دی. هغه وايي چي که چیري پاکستان خپلو پالیسیو ته تغیر ورکړي نو د افغانستان لویه ستونزه چې بی امني ده حل کیدای شي.

د واشنګټن د هډسن په انسټیټوټ کې د هغې د کتاب په هکله یوه غونډه شوې وه چې نزرانه یوسفزئ ورغلي وه او یو ریپوټ یې چمتو کړی چي په لاندي لینک باندي یې اوریدلای شیْ.

Your browser doesn’t support HTML5

د غونډې په هکله بشپړ ریپوټ