په نړۍ کې د فوتبال ډیر عاید لرونکي لوبغاړي

لیونل مسي، پنځه وارې د سرو زرو د توپ وړونکی، او د ارژانتین د فوټبال د ملي ټیم او د اسپانیې د بارسلونا تیم لوبغاړی دی او په ۲۰۱۵ کال کې یې ۸۴ ملیون امریکایي ډالر ګټلي او په دغه کال کې د فوتبال ډیر عایدلرونکی لوبغاړی وو.

کریستیانو رونالدو، د پرتګال د فوټبال د ملي ټیم او د اسپانیې د ریال مادرید ټیم لوبغاړي په ۲۰۱۵ کال کې ۷۶ ملیونه ډالر ګټلي او په نړۍ کې د فوتبال دوهم ډیر عاید لرونکی لوبغاړی دی.

نیمار جونیر، د برزیل د فوټبال د ملي ټیم او د اسپانیې د بارسلونا ټیم بوبغاړی دی او په ۲۰۱۵ کال کې یې ۴۹ ملیونه ډالر ګتلي او په دغه کال کې د فوټبال دریم ډیر عاید لرونکۍ لوبغاړی وو.

زلاتان ابراهیموویچ، د سویدن د فوټبال د ملي ټیم او د فرانسې د پاریس سن ژرمن ټیم لوبغاړی دی او په ۲۰۱۵ کال کې ۳۲ ملیونه ډالر ګتلي او په دغه کال کې د فوټبال څلورم ډیر عاید لرونکی لوبغاړی وو.

تیاگو سیلوا، د برازیل د فوټبال د ملي ټیم او د فرانسې د پاریس سن ژرمن ټیم لوبغاړی دی او په ۲۰۱۵ کال کې د ۳۰ ملیونو ډالرو تر لاسه کولو سره د نړۍ پنځم ډیر عاید لرونکی فوټبالر وو.

آنخل دي ماریا، د ارژانتین د فوټبال د ملي ټیم او د پاریس سن ژرمن ټیم لوبغاړی دی او په ۲۰۱۵ کال کې د ۲۹ ملیونو ډالرو تر لاسه کولو سره د نړۍ شپږم ډیر عاید لرونکی فوټبالر وو.

گرت بیل، د ویلز د فوټبال د ملي ټیم او د اسپانیې د ریال مادرید ټیم لوبغاړی دی او په ۲۰۱۵ کال کې د ۲۸ ملیونو ډالرو تر لاسه کولو سره د نړۍ اووم ډیر عاید لرونکی فوټبالر وو.

توماس مولر، د جرمني د فوټبال د ملي ټیم او د بایرن مونیخ ټیم لوبغاړی دی او په ۲۰۱۵ کال کې د ۲۶ ملیونو ډالرو تر لاسه کولو سره د نړۍ اتم ډیر عاید لرونکی فوټبالر وو.

وین رونی، د انګلستان د فوټبال د ملي ټیم او د منچستر یونایټډ ټیم لوبغاړی دی او په ۲۰۱۵ کال کې د ۲۵ ملیونو ډالرو تر لاسه کولو سره د نړۍ نهم ډیر عاید لرونکی فوټبالر وو.

آندرس اینیستا​، د اسپانیې د فوټبال د ملي ټیم او د بارسلونا ټیم لوبغاړی دی او په ۲۰۱۵ کال کې د ۲۴ ملیونو ډالرو تر لاسه کولو سره د نړۍ لسم ډیر عاید لرونکی فوټبالر وو.