د امریکا د مالیې وزیر: محاصره او بندیزونه د ایران پر وړاندې دوه 'ځواکمن ګوزارونه' دي

د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ وايي چې د هرمز تنګي سمندري محاصره او پر ایران بندیزونه ګټور دي.

بېسنټ د فاکس نیوز سره د یوې مرکې په ترڅ کې چې د شنبې په شپه ورځ [سپټمبر ۵مه] خپره شوې ویلي چې محاصره او بندیزونه د اقتصادي نزوا په تاریخ کې د ایران پر وړاندې دوه "ځواکمن ګوزارونه" دي.

دغه امریکايي چارواکي چې د ایران پر وړاندې د اقتصادي انزوا د عملیاتو مشري پر غاړه لري په خپلې مرکې کې ویلي چې خلیج کې د تېلو تولیدونکي هېوادونه بدیلې لارې جوړوي چې د تېلو د انتقالولو لپاره پر هرمز تنګي اتکا پای ته ورسېږي.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وايي چې دوي د سمندري محاصرې په دوام، په هرمز تنګي کې په لسګونو کښتیو باندې لګیدلي مقررارت عملي کړي دي.

سنټکام د یکشنبې په ورځ [سپټمبر ۶مه] په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي: "د سپټمبر تر ۶مې پورې، امریکایي ځواکونو د ۹۲ سوداګریزو کښتیو لار بدله کړې، درې یې له کاره غورځولې او دوو نورو ته ختلي چې د [محاصرې] رعایت کول یقیني شي".

امريکايي پوځیانو د شنبې په ورځ [سپټمبر ۵مه) د ایران د تېلو درې بېړۍ په نښه کړې وې.

د سنټکام قوماندان، براډ کوپر د ایران سپاه پاسداران ته خبرداری ورکړی که یو ځل بیا پر امریکایي کښتیو برید وکړي، نو واشنګټن به پر ایران اقتصادي فشارونه لاپسې زیات کړي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر تېره اونۍ ویلي وو چې د هرمز تنګی په بشپړه توګه د امریکایي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

د ایران ستر مرکچي او د پارلمان مشر محمد باقر قالیب په یوې وینا کې ویلي چې لدې وروسته به د ایران پر ګټو هر ډول برید ته "دردونکی" ځواب ورکړل شي.