د امریکا لوړپوړو چارواکو، بهرنیو مشرانو او د کانګرس غړو د سېشنبې په ورځ په واشنګټن کې د جمهوري غوښتونکي سناتور لینزي ګراهام ژوند او خدمتونو ته درناوی وکړ. ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه "ریښتینی ستر سیاستوال" او " امریکا د سنا ستر شخصیت" وباله.
د واشنګټن په ملي کلیسا کې د درناوي په مراسمو کې ولسمشر ټرمپ وویل، هېواد د یوه وفادار ملګري، درانه سیاستوال او د امریکا د سنا یوه اغېزمن شخصیت له لاسه ورکړی دی.
په دغو مراسمو کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي، د ولسمشر د کابینې غړو، د امریکا د سنا او استازو جرګې غړو او لسګونو نورو چارواکو او خواخوږو ګډون کړی و.
تر دې وړاندې، د امریکا په کانګرس کې د ګراهام تابوت، چې د امریکا په بیرغ پوښل شوی و، د وروستي درناوي لپاره د خلکو مخې ته اېښودل شوی و.
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس، ګراهام د داسې شخصیت په توګه یاد کړ چې له خلکو سره یې د اختلاف باوجود درناوی کاوه او د خپلو اړیکو په ساتلو کې یې ځانګړی مهارت درلود.
د امریکا د سنا د اکثریت مشر جان ټیون هم وویل چې ګراهام به د ملي امنیت او دفاع په برخه کې د هغه د رهبرۍ او د امریکا د متحدینو سره د نږدې اړیکو له امله د یوه اغېزمن سیاستوال او وفادار ملګري په توګه تل یادېږي.
د ګراهام تابوت د سېشنبې ناوخته د هغه خپل ایالت، جنوبي کارولینا، ته ولېږدول شو. ټاکل شوې ده د چهارشنبې په ورځ، د جولای په ۲۹مه، د جنوبي کارولینا د ایالتي ماڼۍ او د کولمبیا ښار په فرسټ بپټسټ کلیسا کې د هغه د جنازې مراسم ترسره شي، او وروسته به د پیکنز کاونټي په سیمه کې د کورنۍ په ځانګړو مراسمو کې خاورو ته وسپارل شي.
لینزي ګراهام د جولای په ۱۱مه په واشنګټن کې په خپل کور کې ومړ. د طب عدلي د لومړني راپور له مخې، د زړه د اصلي رګ شلېدل (Aortic Tear) د هغه د مړینې احتمالي لامل بلل شوی دی.
ګراهام په ۱۹۹۴ کال کې د امریکا د استازو جرګې ته وټاکل شو او له ۲۰۰۲ کال راهیسې یې د امریکا په سنا کې د جنوبي کارولینا استازیتوب کاوه.
له هغه وروسته د هغه خور، دارلین ګراهام، د هغه د سناتورۍ د پاتې دورې د بشپړولو لپاره ټاکل شوې، چې دغه دوره به د راتلونکي کال د جنورۍ تر لومړیو دوام وکړي.