ټرمپ د اسرائیل لمړي وزیر ته په سپینې ماڼۍ کې د ملاقات بلنه ورکړې

د اسرائیل لمړی وزیر، بنیامین نتنیاهو، وروستی ځل د روان کال په سپټمبر کې سپینې ماڼۍ ته راغلی و.

دامریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د اسرائیل لمړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، ته بلنه ورکړې چې "په نږدې راتلونکي" کې سپینې ماڼۍ ته راشي.

د اسرائیل د لمړي وزیر دفتر دا خبره د دوشنبې په ورځ اعلان کړه. د دې دفتر په وینا، دواړو مشرانو د دوشنبې په ورځ، د ډسمبر په لمړۍ نېټه، ټیلیفوني خبرې وکړې او د "حماس په بې وسلې کولو او د غزې ټړانګې په غیرنظامي کولو" یې ټینګار او د "سولې د تړونونو په پراخولو" یې بحث وکړ.

وروسته له هغې چې ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې واک ته رسېدلی، دا به د هغه او نتنیاهو ترمنځ پنځمه لیدنه وي.

واشنګټن ته د نتنیاهو دا سفر به په داسې حال کې ترسره شي چې ولسمشر ټرمپ په تېر سپټمبر میاشت کې په غزې کې د جګړې د پای ته رسولو یو پلان اعلان کړ چې په اساس یې د اکتوبر میاشتې راهیسې د اسراییل او حماس ترمنځ اوربند نافذ دی.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ د تروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع وستایه او وویل چې د الشرع د "سخت کار" په اړه "ډېر راضي" دی.

نوموړي د سوریې له سیمه ایز سیال اسرائيل څخه وغوښتل چې له دمشق سره "قوي او رښتینې خبرې" ولري.

د ټرمپ په وینا: "دا ډېر مهم دي چې اسرائیل له سوریې سره قوي او رښتینې خبرې ولري او داسې څه پېښ نه شي چې د یو سوکاله دولت په لور د سوریې د پرمختګ مخه ونیسي."

د متحدو ایالتونو او اسرائیل د مشرانو ترمنځ ټیلیفوني خبرې په داسې حال کې شوي چې نتنیاهو د اسرائیل له ولسمشر څخه د بخښنې غوښتنه کړې. د اسرائیل لمړی وزیر د فساد په تور تورن دی، خو نتنیاهو په ځان لږېدلي تورونه رد کړي دي.