د ایران د جګړې په اړه د ولسمشر ټرمپ وینا ته غبرګونونه

په پلازمینه واشنګټن دي سي کې د کانګرس ماڼۍ

په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړو د ایران د جګړې په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې ورځې وینا وستایله. دا پداسې حال کې ده چې د کانګرس دیموکراتو غړو ویل ولسمشر د راتلونکې لارې او پلان په اړه هېڅ وضاحت وړاندې نه کړ.

د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام وویل ټرمپ امریکایانو ته “یو قانع کوونکی وضاحت وړاندې کړ چې ولې موږ اړ شو چې د دې ناوړه رژیم پر وړاندې اقدام وکړو” او ایران ته یې خبرداری ورکړ چې له متحدو ایالتونو سره دې خبرې وکړي، که نه نو د نورو پوځي اقداماتو سره به مخ شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې ایران هڅه کوله خپل اټومي پروګرام بېرته جوړ کړي او هدف یې د وسلو جوړول وو. هغه وویل د ایران بالستیک توغندي ډېر ژر د امریکا او اروپا لپاره خطر پېښولای شوای.

هغه زیاته کړه چې د امریکا پوځ “په غوره لاره او سم مسیر کې دی” چې خپلې موخې ترلاسه کړي، چې په کې د ایران د سمندري او هوايي ځواکونو له منځه وړل، د دغه "ترهګر رژیم" د دفاعي صنعتي بنسټ ویجاړول، او همدارنګه د قوماندې او کنټرول د مرکزونو له منځه وړل یې په کې شامل دي.

ډیموکرات استازي ګرېګوري مېکس وویل د ولسمشر ټرمپ وینا دا وښوده چې ولسمشر "لا هم هېڅ روښانه پلان نه لري چې دا جګړه څنګه پای ته ورسوي."

هغه وویل دا جګړه ښايي داسې ایران پر ځای پریږدي چې “وارخطا، افراطي او د امریکا او زموږ د متحدینو پر وړاندې د لا زیات تاوتریخوالي دپاره چمتو وي.”

جمهوري غوښتونکي سناتور ټېډ کروز د ولسمشر ټرمپ وینا “بالکل غوره” وبلله، او ویې ویل چې د امریکا پوځي عملیات “زموږ د ماشومانو او لمسیانو د راتلونکې لپاره یوه پانګوونه ده” او دا به هېواد ډېر خوندي کړي.

جمهوري غوښتونکي سناتور ټام کاټن وویل ولسمشر “بې له شکه پر ځای خبرې وکړې” په ځانګړي توګه دا خبره چې “د ایران د ګواښ مخنیوی به امریکا لا خوندي او هوسا کړي.”

ډیموکراتې سناتورې جین شاهین وویل امریکایانو له ټرمپ څخه د دې شخړې په اړه هغه روڼتیا او وضاحت ترلاسه نه کړ چې دوی یې مستحق دي. هغې وویل دا جګړه “موږ نه پیاوړي کوي” ددې ترڅنګ هغې د ۱۳ امریکايي پوځیانو وژل کېدل، په منځني ختیځ کې د ایران بریدونه، او د هرمز تنګي له لارې د لېږد رالېږد ګډوډیو ته هم اشاره وکړه.

ډیموکرات سناتور مایکل بېنېټ وویل ټرمپ “د ایران پر وړاندې د خپلې هغې جګړې لپاره چې اجازه یې هم نه وه اخیستې هېڅ وضاحت یا راتلونکی پلان وړاندې نه کړ”. ده وویل ,ولسمشر پر امریکایانو باندې د دې شخړې اقتصادي اغېزې جدي نه ګڼي.

ولسمشر ټرمپ وویل د امریکا پوځ به “ډېر ژر” خپلې ټولې موخې بشپړې کړي او د امریکا اقتصاد به “ډیر ژر داسې بېرته پیاوړی شي چې پخوا یې ساری ندی لیدل شوی.”