د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوزي ویلز پر ځای خپل د اوږدې مودې مشاور سټیفن میلر د سپینې ماڼۍ د دفتر د رئیس په توګه اعلان کړیدی.دا اعلان په داسې وخت کې کیږي چې د امریکا د منځمهالو ټاکنو په نتیجه کې واکمن جمهوري غوښتونکي ګوند په سنا او د استازو په جرګه ګې خپل اکثریت دلاسه ورکړ.
ولسمشر ټرمپ پخپله ټولنیزه شبکه ټورت سوشل کې د خپل دفتر د پخوانۍ مشرې میرمن ویلز ستاینه کړې ده او ویلي ېې دي چې هغې ډیر غوره ماموریت ترسره کړ او اوس به د ولسمشر د سیاسي چارو په عملیاتي برخه کې کار کوي.تیره میاشت ولسمشر ټرمپ هغه راپورونه رد کړي وو چې ګني هغه د خپل دفتر د مشرې میرمن ویلز د لیرې کولو نیت لري او ویلي وو چې دا کار هیڅ امکان نه لري.
بلخوا میرمن ویلز د اکس په ټولنیزه شبکه لیکلي چې په سپنه مانۍ کې کار کول ورته د خپل ژوند د ټولو نه ستر ویاړ دی. هغه لیکي چې زما کاري ساحه به تغیر کوي خو د ولسمشر ټرمپ او د اساسي هدف سره زما ژمنتیا به هغسې قایمه پاتې وي.