ټرمپ نتنیاهو ته: په دې وخت کې پر ایران برید مناسب نه دی

ولسمشر ټرمپ د اسرائیل له صدراعظم نتنیاهو سره

د متحده ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ، د چهارشنبې په ورځ د ۲۸ (د غبرګولي اوومه) وویل چې هغه د اسرائیل صدراعظم، بنیامین نتنیاهو، ته سپارښتنه کړې چې له ایران سره د خبرو اترو روان بهیر ته زیان و نه رسوي او باید د هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې ښایي د واشنګټن او تهران ترمنځ روانې خبرې زیانمنې کوي.

ټرمپ د یوې خبریالې پوښتنې ته په ځواب کې چې آیا نتنیاهو ته یې په ایران د اسرائیل د برید په اړه خبرداری ورکړی که نه، وویل: "دا خبرداری نه و. یوازې مې ورته وویل چې په اوس وخت کې داسې اقدام مناسب نه ګڼم. موږ له هغوی سره ډیرې ښه خبرې کوو او په دې شرایطو کې، داسې چلند مناسب نه دی. موږ توافق ته نږدې شوي یو او نظامي اقدام ښایي دغه بهیر ګډوډ کړي. "

ولسمشر ټرمپ همدارنګه وویل: "البته وضعیت ډیر ژر بدلېدلی شي، حتی په یوه تیلیفوني اړیکه کې. خو اوس مهال داسې ښکاري چې دواړه لوري غواړي چې یو توافق ته ورسیږي، او که توافق وشي، د ډېرو خلکو ژوند به وژغورل شي."

تر دې مخکې د اکسوس ویب‌سایټ راپور ورکړی و چې ټرمپ له نتنیاهو سره په خپلو وروستیو خبرو کې د ایران پر ضد د اسرائیل د ممکنه نظامي اقدام مخالفت څرګند کړی دی. په دې راپور کې ویل شوي چې اسرائیل ځان چمتو کوي که مذاکرات ناکام شي، پر ایران برید وکړي.

ولسمشر ټرمپ وویل که یو توافق وشي نه یوازې پر اعتماد بلکې په دقیقو څارنیزو میکانیزمونو باندې به تکیه وشي، نو بیا د نظامي اقدام اړتیا به نه وي. هغه وویل: "زه د یو جدي توافق په لټه کې یم؛ داسې توافق چې زموږ څارونکو ته اجازه ورکړي چې په بشپړ ډول څارنه وکړي، هغه څه چې اړین وي توقیف کړي، او که اړتیا وي، مشکوک تجهیزات له منځه یوسي، پرته له دې چې مرګ ژوبله رامنځته شي."

ډونالډ ټرمپ وویل: "موږ د ایران په اړه ډیر ښه پرمخ ځو او زه فکر کوم چې موږ به یوه معقوله نتیجه وګورو، ځکه یوازې دوه ممکنه پایلې شته. تاسو پوهیږئ هغه دوه پایلې څه دي. یوه معقوله لاره شته او بله د تاوتریخوالي لاره، او زه فکر نه کوم چې څوک غواړي دویمه لاره وویني. خو زه فکر کوم چې موږ ډیر پرمختګ کړی دی، او و به ګورو چې څه کیږي. هغوی باید لا هم د یوه سند وروستي پړاو باندې موافقه وکړي، خو زه فکر کوم چې تاسو ممکن د هغه څه څخه چې پیښیږي ډیر حیران شئ. او دا ممکن د هغوی لپاره یوه عالي پیښه وي."

تر دې څو ساعته مخکئ د اتومي انرژۍ د سازمان مشر رافایل ګروسي د چهارشنبې په ورځ وویل اوس وختي ده چې د امریکا او ایران ترمنځ د بیا پيل شویو اتومي مذاکراتو په اړه قطعي قضاوت وشي. نوموړي له خبریالانو سره په خبرو کې د دواړو خواو ترمنځ دوامداره غونډې مثبتې نښې وبللې او تائید کړ، چې د اتومي انرژۍ د محافظتي څانګې مشر ماسیمو اپارو تهران کې و چې په دې اړه خبرې وکړي.

ګروسي خبر ورکړ چې ژر به د ایران د اتومي پروګرام په اړه یو راپور خپور شي. هغه دا راپور هر اړخیز وباله او ویې ویل چې دا ډول سند کولای شي په اینده کې د ایران د اتومي فعالیتونو په اړه په پرېکړو کې مهمه ونډه ولري.

نوموړي د واشنګټن او تهران ترمنځ اصلي اختلاف ته اشاره وکړه، چې د یورانیمو غني کول دي، او ویي ویل چې په دې اړه شته اختلاف ختمول ناممکن نه دي. ګروسي وویل چې د اتومي انرژۍ سازمان هر ډول احتمالي تړون به د یوې "قوي" اروزنې اړتیا ولري او د دې کار لپاره د ایران جدي تعهد ضرور دی.