د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د زیږون په اساس د تابعیت په اړه د امریکا د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه به وکړي. سترې محکمې تېره اوونۍ د ښاغلي ټرمپ هغه اجرایوي فرمان د اساسي قانون خلاف وباله چې د ځینو کډوالو د ماشومانو د تابعیت محدودولو هڅه یې کوله.
ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې یو اجرایوي فرمان صادر کړی و چې له مخې یې هغه ماشومان چې مور او پلار یې په امریکا کې په موقتي ویزه یا په ناقانونه توګه ژوند کوي، د زیږون له مخې به د امریکا تابعیت نه ترلاسه کوي.
خو د امریکا سترې محکمې پرېکړه وکړه چې دا فرمان د اساسي قانون له څوارلسم تعدیل سره په ټکر کې دی. محکمې وویل، د دې تعدیل له اوږدمهاله تفسیر او نافذو فدرالي قوانینو سره سم، نږدې ټول هغه کسان چې د امریکا په خاوره کې زیږېدلي وي، د امریکا تابعیت لري. د دې اصل یوازې دوه استثناوې شته: د بهرنیو ډیپلوماټانو ماشومان او د بهرني اشغالګر ځواک د غړو ماشومان.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل کې ولیکل چې د سترې محکمې پرېکړه د "عدالت پر وړاندې ظلم" دی او زیاته یې کړه چې له سترې محکمې نه به وغواړي پدې قضیې له سره کتنه وکړي.
د ولسمشر ټرمپ حکومت استدلال کوي چې د اساسي قانون د څوارلسم تعدیل دودیز تفسیر ناسم دی. د حکومتي مقاماتو په وینا، د هغو کسانو ماشومان چې د امریکا تابعیت نه لري، د اساسي قانون د "امریکا تر قضایي واک لاندې" مادې شرط نه پوره کوي، نو ځکه باید په اتومات ډول د امریکا تابعیت ترلاسه نه کړي.
خو داسې ډیر لږ پيښیږي چې ستره محکمه په خپلې پخوانۍ پرېکړې بیا له سره غور وکړي. وروستی ځل یې په ۱۹۶۵ کال کې یوه قضیه بیا اورېدلې وه.
په قضیو باندې د سترې محکمې د پرېکړو د بیا اورېدو غوښتنې ډېرې کمې منل کېږي. په وروستي ځل چې داسې شوي وو، ۱۹۶۵ کال و چې محکمې په خپلې یوې پریکړه له سره غور وکړ.
د زیږون له مخې د تابعیت موضوع د امریکا د کډوالۍ د پالیسۍ له تر ټولو جنجالي بحثونو څخه ګڼل کېږي او تمه کېږي چې د ټرمپ حکومت د کډوالۍ د پالیسۍ په اړه حقوقي او سیاسي بحثونه لا هم دوام وکړي.