ټرمپ امریکا ته د بولسونارو د سفر ملاتړ وکړ

Trump

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د برازیل په ولسمشریزو ټاکنو کې پاتې راغلی نوماند فلاویو بولسونارو ته به امریکا ته د راتګ هرکلی ووایي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د رپوټونو پر بنسټ بولسونارو د یکشنبې ورځې په ولسمشریزو ټاکنو کې له ماتې وروسته برازیل څخه تښتېدلی دی.

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۸مه، د اندریوز په پوځي اډه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال، امریکا ته د بولسونارو او د هغه د کورنۍ د راتګ ملاتړ څرګند کړ.

ولسمشر ټرمپ د برازیل د ټاکنو پر بهیر هم نیوکه وکړه او دغه ټاکنې یې «ډېرې عجیبې» وبللې. هغه زیاته کړه، چې د ټاکنو بهیر ورته ډېر ناسم ښکاره شو.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د اکتوبر په ۲۵مه د برازیل له ولسمشریزو ټاکنو وروسته په دغه هېواد کې سیاسي تحولات پېښ شول. د ټاکنو ګټونکي نوماند لوي اناسیو لوله دو سیلوا اعلان شو.

د راپورونو له مخې فلاویو بولسونارو، چې د برازیل د بولسونارو د پېژندل شوې سیاسي کورنۍ غړی دی، په ټاکنو کې له ماتې وروسته د خپلی کورنی – میرمنې او دوه و ڼوڼو سره امریکا ته راغلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د سې شنبې په ورځ ویلي وو، چې دغه وزارت به فلاویو بولسونارو او د هغه د کورنۍ غړو ته ویزې ورکړي، څو امریکا ته د ننوتلو اجازه ترلاسه کړي.

ټرمپ وویل، چې نه پوهېږي بولسونارو دا مهال په کوم ځای کې دی. خو یوې سرچینې، چې د بولسونارو له کورنۍ سره نږدې اړیکې لري، رویټرز ته ویلي، چې برازیلی سناتور د فلوریډا ایالت ته رسېدلی دی خو د دقیق ځای په اړه یې له نورو معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

د بولسونارو د سفر راپورونه په داسې وخت کې خپرېږي، چې د برازیل د ټاکنو په تړاو سیاسي کړکېچونه او اختلافات دوام لري. د ټاکنو ګټونکي نوماند لوي اناسیو لوله دو سیلوا امریکا ته د هغه پر تګ نیوکې کړی دي او دا اقدام یې له شرم څخه ډک یو عمل بللی دی.