د اروپايي کمیسیون د مشرې لخوا په اروپايي ټولنه کې د «همکار غړي» هېواد په توګه د کاناډا د شمولیت د وړاندیز وروسته، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې واشنګټن به ددې وړاندیز پلې کېدو ته غبرګون وښيي.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۶) شمالي کرولینا ته د سفر په مهال، له خبریالانو سره په خبرو کې دا وړاندیز «د خندا وړ» وباله.
ټرمپ په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې زیاته کړه: «کاناډا یو ناوړه سوداګريز همکار دی... که زه فکر وکړم چې دا اقدام په بد نیت ترسره کیږي، نو پر اروپا به ډیرې جدي تعرفې ولګوم او یا به په ډیرو برخو کې سوداګري ورسره قطع کړم.»
د اروپايي کمېسیون مشرې اورسلا فون دیر لاین د چهارشنبې په ورځ، د اروپايي ټولنې د وضعیت په اړه په خپلې کلنۍ وینا کې وړاندیز وکړ چې کاناډا دې د اروپايي ټولنې لومړنی "همکار غړی" شي او ویې ویل چې کاناډا او اروپايي ټولنه باید خپلې اقتصادي او ستراتیژیکې اړیکې د اوسني ازاد تجارت تړون څخه هم پراخې کړي.
د کاناډا صدراعظم مارک کارني، چې دفتر یې وړاندې ددې وړاندیز هرکلی کړی و، ویلي چې کاناډا پخپله تصمیم نیسي چې له چا سره معامله کوي.
کارني د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۷) اروپايي پارلمان ته د وینا په مهال، د «همکار غړي» کلمه ونه کاروله، خو زیاته یې کړه چې کاناډا او اروپا باید د خپلو مارکیټونو، ډیموکراسۍ او قانون د حاکمیت د ساتنې لپاره یو موټی شي.
په اروپايي ټولنه کې د همکار په توګه د کاناډا د غړیتوب موضوع د لومړي ځل لپاره مطرح کېږي، او تر اوسه یې د عملي کېدو لپاره کوم روښانه چوکاټ نه شته.
څرګنده نه ده چې دا ډول غړیتوب به په عمل کې کاناډا ته کوم واکونه او مسؤلیتونه ورکړي او کومې ادارې یا غړي هېوادونه به یې تصویب کړي. همدارنګه روښانه نه ده چې د دې احتمالي موافقې د عملي کېدو بهیر به څومره وخت ونیسي.
اوس مهال د اروپايي ټولنې هر نوی غړی باید د دغې ټولنې د ټولو ۲۷ غړو هېوادونو له خوا تائید شي.