د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، وايي چې د چین ولسمشر، شي جینپینګ، د دوشنبې په ورځ (د نومبر۲۴) له هغه سره په یوې ټیلیفوني اړیکه کې "تر یوه حده" موافقه وکړه چې بیجینګ به د امریکایي توکو پیرودل چټک او زیات کړي.
ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ (د نومبر۲۵) په "ایرفورس ون" الوتکې کې خبریالانو ته وویل، "ما له هغه وغوښتل، چې زه غواړم تاسو دا یو څه ژر واخلئ. زه غواړم تاسو ډېر واخلئ. او هغه تر یوه حده موافقه وکړه چې دا کار وکړي. زه فکر کوم چې موږ به د ولسمشر شي د کړنو له امله خوشحاله شو."
ډونالډ ټرمپ له چین سره د سوداګرۍ په اړه دا مثبته ارزونه وروسته له هغې څرګنده کړې چې بیجینګ په اکتوبر کې اعلان وکړ چې د واشنګټن سره د تعرفو د جګړې د کمېدو په خاطر به د متحدو ایالتونو له بزګرانو څخه د سویابین پیرودل بیا پیل کړي او متحدو ایالتونو ته د کمیابه موادو پر صادراتو به خپل زیات شوي بندیزونه ودروي.
د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر، سکاټ بېسېنټ، د سه شنبې په ورځ وویل چې د چین لخوا د امریکا د سویابین پیرودلو بهیر "پر خپل مهال" روان دی. بېسېنټ د چین هغې ژمنې ته اشاره وکړه چې بیجینګ به سږ کال د امریکایي بزګرانو څخه ۱۲ میلیون متریک ټنه سویابین واخلي او په راتلونکو درې نیمو کلونو کې به د امریکا له حاصلاتو څخه ۸۷.۵ میلیون متریک ټنه وپیري.
بېسېنټ د سي ان بي سي سره په یوې مرکې کې وویل که څه هم چې چین او امریکا به تل "طبیعي سیالان" وي، خو د دواړو هېوادونو اړیکې "په ښه حالت کې دي."
د ټرمپ او شي ترمنځ ټیلیفوني خبرې په داسې حال کې ترسره شوي چې دواړو مشرانو څو اونۍ مخکې په سویلي کوریا کې په یوې غونډې کې سره ولیدل او د یوه داسې سوداګریز تړون پر لارښود یې هوکړه وکړه چې لا تر اوسه نهایي شوی ندی.
ټرمپ د چین له ولسمشر سره خبرې "ډېرې ښې" وبللي او د تړونونو د "تازه او دقیق" ساتلو په برخه کې یې "د پام وړ پرمختګ" ته اشاره وکړه.
بېجینګ د دواړو مشرانو ترمنځ دا اړیکه "مثبت، دوستانه او رغنده" وبلله.
ولسمشر ټرمپ د دې ټیلیفوني اړیکې په اړه د تروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي او د موافقې هغه برخه یې په ګوته کړې چې د امریکا د کرهنې له سکتور څخه ملاتړ کوي.
ټرمپ ویلي: "موږ د خپلو عالي بزګرانو لپاره یوه ښه او ډېره مهمه معامله کړې ده — او دا به نوره هم ښه شي. له چین سره زموږ اړیکې خورا پیاوړې دي!".