ولسمشر ټرمپ په اوکراین کې د سپوږمکۍ د خدماتو په محدودولو کې لاس لرل رد کړي

Trump

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ماښام هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې نوموړي په اوکراین کې د «سټارلینک» او «سټارشیلډ» سپوږمکۍ خدماتو د محدودولو په برخه کې لاس درلود. هغه وویل چې واشنګټن دا مهال له روسیې سره په خبرو اترو بوخت دی ترڅو په اوکراین کې روانه جګړه پای ته ورسوي

ولسمشر ټرمپ ویلي"موږ دا مهال د اوکراین د مسلې په اړه له روسیې سره خبرې اترې کوو. ښايي د یوې اوږدې مودې وروسته، د لومړي ځل لپاره، موږ یوې هوکړې ته د رسېدو نږدې پړاو ته رسېدلي یو. هو، کېدای شي موږ یوې هوکړې ته ډېر نږدې شوي یو. کله چې تاسو یوې هوکړې ته نږدې یاست او خورا حساسې خبرې اترې روانې وي، نو په داسې حالت کې بندیزونه نه لګول کېږي."

د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۱مه، کله چې له ولسمشر ټرمپ څخه وپوښتل شول چې آیا ایلن مسک په شخصي توګه د دغو خدماتو د کمولو امر کړی دی، هغه وویل چې دی په دې کار کې ښکیل نه دی او نه پوهیږي چې دا کار چا کړی دی. هغه زیاته کړه چې پخپله ده "دا کار نه دی کړی."

وال سټریټ ژورنال د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې ایلون مسک د سټارلینک د هغه ډول د کمولو امر کړی چې د پوځي موخو لپاره کارول کیږي؛ هغه خدمت چې اوکراین د روسیې د توغندیو د بریدونو پر وړاندې د دفاع لپاره پرې تکیه کوي.

په همدې حال کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویټکاف له پوتین سره مخامخ لیده کاته کوي، راپورونه وايي چې مسکو د ښه نیت د ښودلو لپاره هوبارډ خوشې کړې دی.

وېټکاف په داسې حال کې له پوتین سره کتلي چې یوه ورځ وړاندې یې په اوسلو کې د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زېلنسکي، د فنلنډ او ناروې له مشرانو او د اروپا او ناټو له استازو سره وکتل. وېټکاف د روسیې ولسمشر ته وویل چې غونډه رغنده وه.