ټرمپ چین ته د امریکایي شرکت د پرمختللو چېپونو پلور منظور کړ

ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشرډونالډ ټرمپ وايي چې هغه د امریکا د ټیکنالوژۍ ستر شرکت، (Nvidia Corporation) ، ته اجازه ورکوي چې د (H200) په نوم خپل پرمختللی کمپیوټري چپ هغو چینایي پېرودونکو ته وپلوري چې د امریکا له خوا منظور شوي وي، او د دې پلور په بدل کې به د امریکا حکومت ۲۵ سلنه فیس ترلاسه کوي.

ولسمشر ټرمپ دا اعلان د دوشنبې په ورځ پرخپلې ټولنیزې شبکې (Truth Social) کې وکړ او ویې لیکل:

"ما د چین ولسمشر شي ته خبر ورکړی چې متحده ایالات به (این ویدیا) ته اجازه ورکړي چې په چین او نورو هېوادونو کې خپل (H200) محصولات منظور شویو پېرودونکو ته ولېږي، د داسې شرایطو لاندې چې ملي امنیت پیاوړی پاتې شي. ولسمشر شي مثبت غبرګون وښود! ۲۵ فیصده به متحده ایالتونو ته ورکول کېږي. دا تګلاره به په امریکا کې دندې زیاتې کړي، د امریکا تولیدات به پیاوړي کړي، او د امریکا مالیه ورکوونکو ته به ګټه ورسوي."

دا د ولسمشر وروستی اقدام دی چې د شخصي شرکت له لارې د امریکا حکومت لپاره په تخلیقي ډول عاید ترلاسه کوي.

د (این ویدیا) اجرائیوي رئیس جنسن هوانګ له ډېرې مودې راهیسې هڅه کوله چې چین ته د دې چیپونو د صادراتو اجازه ترلاسه کړي.

(این ویدیا ) چې د نړۍ تر ټولو ارزښتمن شرکت دی او په بازار کې یې ارزښت ۴ ټریلیونه ډالرو ته رسیږي, داسې چپونه تولیدوي چې داسې جئوپولیټیک اهمیت لري چې ټول ورته لیواله دي. (H200) هغه چپ دی چې د (H20) په نوم د پخواني چپ په پرتله قوي دی چې پخوا یې د پلور اجازه لرله.

دا چپ لا هم د شرکت له تر ټولو پیاوړو محصولاتو (Blackwell) او یا هم د (Rubin) په نوم د چپونو څخه کمزوری دی، چې تولید یې په ۲۰۲۶ کې پلان شوی.

د صادراتو دا اجازه د (این ویدیا) ارزښت حتی که ۲۵ سلنه یې حکومت هم ترلاسه کړي، میلیارډونو ډالره لوړولای شي، ځکه د دې شرکت مصنوعي ځیرکتیا یا AI چپونه ګټه راوړي.

د (این ویدیا) د شرکت یوه ویاند په خپله اعلامیه کې وویل چې دغه پرېکړه موقع برابروي چې د امریکا د چپ صنعت سیالي وکړي او په هیواد کې دننه د لوړ معاش لرونکو دندو او تولید ملاتړ ته لاره برابره کړي."