د کلنټن او ټرمپ ژوند په انځورونو کې

دانلډ ټرمپ یو شتمن سوداګر دی او په سیاست او په حکومت کې د کار هیڅ تجربه نلري او د متحده ایالتونو په ولسمشریزو انتخاباتو کې د هغه کاندیدیدل د امریکا په تاریخ کې بیساری بلل کیږي. او بله خوا که هیلري کلنتن انتخابات وګټي نو د امریکا په تاریخ کې به لومړنۍ ښځه وي چې دغه مقام ته رسیږي.

دانلډ ټرمپ اویا کاله مخکې د نیویارک ښار په کوینز کې زیږدلی او د دغه ښار د " Jamaica Estates" په نامه یوې شتمنې سیمه کې لوی شوی دی.

د ټرمپ د خپل والدینو څلورم اولاد دی او پلار یې فرد ټرمپ "Fred Trump" نومیږي او د املاکو د اخیستلو او خرڅولو کار یې کاو.

دغه امریکايي سوداګر په نیویارک کې د ټرمپ تاور"Trump Tower" په نامه د یوې وچټې او مشهورې ودانۍ خاوند دی. دغه ۵۸ منزله ودانۍ ۲۰۰ ملیونه ډالر ارزښت لري او په عصري اسنتیاوو سمباله ده.

دانلډ ټرمپ د نیوجرسي ایالت په انلانتیک سیټي ښار کې د (ټرمپ پلازا، د ترمپ مانۍ و تاج محل) په نومونو درې مشهورې قمار خانې هم لري.

په ۱۹۹۰ کال کې کله چې د املاکو بازار له رکود سره مخامخ شو، د ټرمپ ۱۰۷ میلیاردو ډالرو سرمایه هم ۵۰۰ ملیونو ته را ښکته شوه، او د خپلې سوداګرۍ د ساتلو لپاره یې پور واخیست.

دانلډ ټرمپ د "The Apprentice" په نامه یوه تلویزیوني خپرونه جوړه کړه او له دې لارې یې ډیر شهرت وموند او ۲۰۰ ملیونه ډالره ګټه یې تر لاسه کړه.

دانلډ ټرمپ تر اوسه درې وارې واده کړی. د هغه د لومړۍ میرمنې نوم ایوانا " Ivana" وو او له هغې درې ماشومان لري.

ټرمپ د لومړۍ میرمنې ته د طلاق ورکولو ورسته له مارلا مپلس" Marla Maples" سره واده وکړ چې بیا وروسته یې هغه ته هم طلاق ورکړ.

ټرمپ په ۲۰۰۵ کال کې له سلوانیایی ماډلې میلانیا "Melania" سره واده وکړ او له هغې نه یو زوی لري.

دانلډ ټرمپ پنځه اولادونه او اته لمسیان لري.

دانلډ ټرمپ د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې له سیاست سره علاقه څرګنده کړه. په لومړي سر کې هغه د اصلاحاتو ګوند سره یو ځای شو، وروسته دیموکرات، مستقل او په ۲۰۱۲ کال کې و ویل چې جمهوري غوښتونکی دی.

دانلډ ټرمپ خپلې انتخاباتي مبارزې د مسلمانانو او په امریکا کې د غیر قانوني کډوالو په اړه له جنجالي څرګندونو سره پیل کړې او د خلکو ډیره پاملرنه یې جلب کړه.

هیلري رادم د ۱۹۴۷ کال د اکتوبر په ۲۶ نیټه په ایلینوی ایالت کې او له اقتصادي پلوه په یوې متوسطه کورنۍ کې زیږدلې ده.

هیلري کلنټن په ولز لي پوهنتون کې د تحصیل په وخت خپل سیاسي فعالیتونه پیل کړل او په ۱۹۶۹ کال کې د فراقت په محفل کې یې محصلینو ته وینا وکړه.

هیلري په ځوانۍ کې جمهوري غوښتونکې وه. او له دې وروسته چې په ییل پوهنتون کې یې د حقوقو په برخه کې زدکړې پیل کړې په یوې دیموکراتې بدله شوه. په همدې وخت کې له بل کلنټن سره آشنا شوه او په ۱۹۷۵ کال کې یې له هغه سره واده وکړ.

هیلري او بل وروسته له واده ارکنساز ایالت ته ولاړل چیرچې بیا بل کلنټن د دغه ایالت د والي په توګه وټاکل شو.

بل کلنټن په ۱۹۹۲ کال کې د متحده ایالتونو د ولسمشر په توګه وګمارل شو او هیلري د نورو لومړۍ میرمنو پر خلاف په سیاست کې فعاله پاته شوه او عامو خلکو ته د روغتیایی خدمتونو د برابرولو په برخه کې ډیرې هڅې وکړې خو نتیجه یې تر لاسه نه کړه.

د بل کلنټن او مونیکا لوینسکي د جنسي اړیکو له برملا کیدو وروسته، هیلري هم د څو میاشتو لپاره د خلکو د تحقیر له کبله سخت فشار لاندې وه.

A paramedic helps a priest, who was taking part in a rally against the American-led Mideast peace conference, suffering from teargas after Israeli border police dispersed Palestinian protesters, near the settlement of Beit El, at the outskirts of the West Bank.

هیلري د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ نیتې د تروریستي بریدونو په وخت کې د متحده ایالتونو په کانګرس کې د نیویارک سناتوره وه او د نیویارک ښار د بیا رغولو او د قربانیانو له کورنیو او تپیانو سره د مرستو په برخه کې ډیر هلې ځلې وکړې.

هیلري کلنټن په ۲۰۰۸ کال کې ولسمشریزو انتخاباتو ته ځان کاندید کړ، خو په لومړنیو یا کوندي انتخاباتو کې د باراک اوباما په وړاندې یې ماته وخوړه.

هیلري په ۲۰۰۸ کال کې د ولسمشر اوباما له خوا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرې په توګه وګمارل شوه.

هیلري کلنتن د ۲۰۱۵ کال په لومړنیو کې ولسمشریزو انتخاباتو ته یو ځل بیا ځان کاندید کړ او د روان کال د جولای په میاشت کې د دیموکرات ګوند کانوانسیون هغه په رسمي توګه د دغه ګوند د رسمي نوماندې په توګه غوره کړه.

کله چې هیلري کلنټن د بهرنیو چارو وزیره وه د ایمیلونو او حکومتی محرمو معلوماتو د استولو لپاره یې له شخصي سرور یا کمپیوټر څخه کار اخیستتی وو، دا مسئله د انتخاباتو د کمپاینونو په وخت کې هغې ته لویه لانجه جوړه کړه.

د نومبر میاشت په اتمه نیټه د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشریزو انتخاباتو د رایې ورکونې ورځ ده. وکتل شي چې په دې انتخاباتو کې د امریکا ولس د لومړي ځل لپاره یوه ښځه ټاکي که داسې یو سوداګر چې په سیاست کې پخوانۍ تجربه نلري.