د ټرمپ ژوند په انځورونو کې

دانلډ ټرمپ اویا کاله مخکې د نیویارک ښار په کوینز کې زیږدلی او د دغه ښار د " Jamaica Estates" په نامه یوې شتمنې سیمه کې لوی شوی دی.

د ټرمپ د خپل والدینو څلورم اولاد دی او پلار یې فرد ټرمپ "Fred Trump" نومیږي او د املاکو د اخیستلو او خرڅولو کار یې کاو.

دغه امریکايي سوداګر په نیویارک کې د ټرمپ تاور"Trump Tower" په نامه د یوې وچټې او مشهورې ودانۍ خاوند دی. دغه ۵۸ منزله ودانۍ ۲۰۰ ملیونه ډالر ارزښت لري او په عصري اسنتیاوو سمباله ده.

دانلډ ټرمپ د نیوجرسي ایالت په انلانتیک سیټي ښار کې د (ټرمپ پلازا، د ترمپ مانۍ و تاج محل) په نومونو درې مشهورې قمار خانې هم لري.

په ۱۹۹۰ کال کې کله چې د املاکو بازار له رکود سره مخامخ شو، د ټرمپ ۱۰۷ میلیاردو ډالرو سرمایه هم ۵۰۰ ملیونو ته را ښکته شوه، او د خپلې سوداګرۍ د ساتلو لپاره یې پور واخیست.

دانلډ ټرمپ د "The Apprentice" په نامه یوه تلویزیوني خپرونه جوړه کړه او له دې لارې یې ډیر شهرت وموند او ۲۰۰ ملیونه ډالره ګټه یې تر لاسه کړه.

دانلډ ټرمپ تر اوسه درې وارې واده کړی. د هغه د لومړۍ میرمنې نوم ایوانا " Ivana" وو او له هغې درې ماشومان لري.

ټرمپ د لومړۍ میرمنې ته د طلاق ورکولو ورسته له مارلا مپلس" Marla Maples" سره واده وکړ چې بیا وروسته یې هغه ته هم طلاق ورکړ.

ټرمپ په ۲۰۰۵ کال کې له سلوانیایی ماډلې میلانیا "Melania" سره واده وکړ او له هغې نه یو زوی لري.

دانلډ ټرمپ پنځه اولادونه او اته لمسیان لري.

دانلډ ټرمپ د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې له سیاست سره علاقه څرګنده کړه. په لومړي سر کې هغه د اصلاحاتو ګوند سره یو ځای شو، وروسته دیموکرات، مستقل او په ۲۰۱۲ کال کې و ویل چې جمهوري غوښتونکی دی.

دانلډ ټرمپ خپلې انتخاباتي مبارزې د مسلمانانو او په امریکا کې د غیر قانوني کډوالو په اړه له جنجالي څرګندونو سره پیل کړې او د خلکو ډیره پاملرنه یې جلب کړه.

د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشریزو انتخاباتو د کمپاینونو په پیل کې چا ګومان نه کاوو چې دونالد ټرمپ به انتخابات وګټي. د انتخاباتو په وروستیو ورځو کې اکثرو نظر پوښتنو، رسینو او د سیاسي چارو کارپو د وړاند وینې پر خلاف دونالد ټرمپ وتوانید چې خپل سیالې هیلرې کلنتڼ ته په ډیر توپیر سره ماته ورکړي او د امریکا ۴۵ ولسمشر شي.