د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: ټرمپ د ایران په وړاندې ټول اختیارونه په واک کې لري

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په وړاندې د هر ډول انتخاب واک ولري.

ددغه وزارت ویاند ټومي پیګوټ د چهار شنبې په ورځ (اګست ۲۶) د امریکا غږ افغانستان څانګې ته ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ په روښانه څرګنده کړې چې ایران نشي کولی اټومي وسلې ولري او نوموړی به ددې اهدافو د ترلاسه کیدو لپاره ټول اړین امکانات وکاروي.

پیګوټ ویلي د ایران اقتصاد د پاشل کیدو په حال کې دی او اردو یې له منځه تللې ده.

تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ د یوې محافظه کاره امریکایي رسنۍ د خبریالې ګلین بیک سره په مرکه کې د ایران رهبري لیونۍ وبلله او ویې ویل چې هغوی ته به د اټومي وسلو د درلودلو اجازه ورنکړي.

ټرمپ وویل"موږ نشو کولی ایران ته اجازه ورکړو چې اټومي وسلې ولري. دا هر څه په همدې هدف کیږي، هغوی لیونیان دي."

ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ د تروت سوشل په یوه پیغام کې ولیکل چې ایران د ماتې په حال کې دی او یاد هیواد د خپلو پوځیانو د اکثریت برخې تنخاوې نشي ورکولی.

د امریکا ولسمشر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې واشنګټن د دوشنبې په ورځ د ایران په وړاندې د (اقتصادي انزوا) عملیات پیل کړل.

د مالیې وزیر وویل چې متحده ایالات پدې کمپاین کې په ټولې نړۍ کې د ایران د مالي اړیکو پر ضد اقتصادي مبارزه پیل کوي او زیاتوي چې ددې مبارزې هدف دا دی چې د ایران استبدادي رژیم ټول اقتصادي ملاتړي له منځه یوړل شي او تهران یوازې پاتې شي.

د مالیې وزیر وویل چې د اقتصادي انزوا عملیاتو په پيل کولو سره، متحده ایالات غواړي چې د ایران رژیم لپاره نورې ټولې لارې چارې وتړل شي.

د ایران د مالیې وزیر علي مدني زاده د سه شنبې په ورځ د هغه هیواد له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې له وړاندې یې د امریکا د بندیزونو اټکل کړی وو او په دې اړه دوه کلن پلان لري.

نوموړي دا تائید کړه چې جګړې د ایران اقتصاد ځپلی دی خو ددې امکان یې رد کړ چې د ایران تجارتي شریکان به د امریکا د بندیزونو د ګواښونو له امله له هغه هیواد سره اړیکې بندې کړي.